د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال سازمان د یو میلیون راستنیدونکو سره مرسته کوي


د خوړو نړیوال سازمان وایي د بیړني حالت د پروګرام له پیل راهیسې یې له دولس زره کورنیو سره نغدي مرستې کړي
د خوړو نړیوال سازمان وایي د بیړني حالت د پروګرام له پیل راهیسې یې له دولس زره کورنیو سره نغدي مرستې کړي

د خوړو نړیوال سازمان وایي، که څه هم چې په کافي اندازه امکانات او بودیجه نلري، خو سږکال به بیا هم د څه دپاسه یو میلیون راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

ډبلیو اف پي وایي د ٢٠١٦ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د راستنیدونکو او بې ځایه شویو افغان کډوالو له هرې کورنۍ سره د خوراکي موادو او ٦٠٠٠ افغانیو نغدي مرستې کوي.

د خوړو نړیوال سازمان دا هم وایي چې سږ کال به د نوي فیصده بې اسناده راستنیدونکو کډوالو سره هم مرستې وکړي.

ددې سازمان ویاند وحیدالله اماني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل تمه لري چې د ٢٠١٧ کال تر پایه افغانستان ته د یو میلیون بیرته راستنیدونکو کډوالو سره دې ډول مرستو ته دوام ورکړي، خو زیاتوي "امکانات مو محدود دي او اړتیا ډیره ده کوم پلان چې مونږ د کال په سر کې نیولی دی د هغه لپاره تر اوسه کافي بودیجه نلرو".

د ښاغلي اماني په وینا د خوړو د نړیوال سازمان د بیړني حالت د پروګرام له پیل څخه تر دې دمه له دولس زره کورنیو سره نغدي مرستې شوي دي چې د هغه په وینا دا مرستې تر ډیره کابل او مشرقي ولایتونو کې شوي ځکه پدې سیمو کې تر نورو زیات راستانه شوي کډوال میشت شوي دي.

ښاغلی اماني وایي څرنگه چې د مهاجرینو راتګ د تورخم له لارې کیږي نو دا سازمان زیات تمرکز هم هغې خواته کوي.

د ٢٠١٧ کال له پیل راهیسې شاوخوا ١٥٠٠٠٠ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي، چې اکثره یې خوراکي او د استوګنې ځایونو ته جدي اړتیا لري او پر دې سربیره بیکاري د راستنیدونکو گډوالو پر وړاندې یوه بله جدي ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG