د لاس رسي وړ اتصالات

که وطن کې راته کار او ژوند وای، پاکستان ته نه تلم - افغانه خبریاله


سلګۍ احساس، په پاکستان کې افغانه کډواله
سلګۍ احساس، په پاکستان کې افغانه کډواله

یوه افغانه خبریاله چې تازه پاکستان ته کډواله شوې وايي، له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو پرېکړې یې ژوند له کړاو سره مخامخ کړی دی.

د رادیو او تلویزیون ویانده سلګۍ احساس وايي، د کار روزګار نشتوالي او امنیتي اندېښنو له کبله یې شپږ میاشتې وړاندې پاکستان ته کډه وکړه، او اوس نه پوهیږي چې چیرته ولاړه شي.

هغې وویل: "که چیری راته امنیتی ستونزې نه وای هیڅ کله پاکستان ته نه راتلم او دلته هم اسناد نلرم. اووه ځلې مې ویزې لپاره غوښتنه کړې، درې ځلې مې میډیکل ویزه غوښتې خو بیا مې هم ویزه نده ترلاسه کړې."

سلګۍ احساس دا مهال له خپلې کورنۍ سره په اسلام اباد کې ده. وايي، په کډوالۍ کې یې د خپل ژوند ناڅرګند برخلیک ته زړه تنګ شوی دی.

هغې وویل: "دا ستونزې او روان وضعیت چې ګورم، زما پر ذهن ډیر منفي اغېز کوي، ټوله فکر کوم، رواني ناروغي راته پیدا شوې ده. یو پلو ویزه نلرم بل پلو دنده نلرم تر کوره محدوده یم."

احساس وايي، که په خپل هېواد کې ورته د کار او ژوند زمینه برابره وای، هیڅکله به پاکستان ته نه وه تللې.

هغې وویل: "پاکستان هم زموږ لپاره د امن ځای نه دی او موږ ته کوم شناخت نه راکوي. غواړو یو امن ځای ته لاړ شو. ما زده کړه کړې حق لرم... که افغانستان کې راته د کار او ازاد ژوند حق راکړي، نو بیرته افغانستان ته ځم."

د پاکستان حکومت د اکتوبر په پیل کې، ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې پاکستان وايي په دغه هېواد کې غیرقانوني اوسیږي او اټکل کیږي چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي، یوه میاشت مهلت ورکړ چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي، که نه په زور به وایستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي، د اسلام اباد ددې اعلان راهیسې تراوسه ۴۵۰ زره افغانان له پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي دي.

که څه هم ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې د کډوالو شړل ودروي خو دغه بهیر لاهم دوام لري.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG