د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه کډواله: د پاکستاني پولیسو له وېري مې خاوند کور وي، زه وریجې خرڅوم


افغان کډواله پریسا د پاکستان پایتخت اسلام اباد پر یو سرک د شپې مهال له خپلې کوچنۍ لور سره وریجې پلوري.
افغان کډواله پریسا د پاکستان پایتخت اسلام اباد پر یو سرک د شپې مهال له خپلې کوچنۍ لور سره وریجې پلوري.

په پاکستان کې افغانه کډواله پریسا وايي مېړه یې د پوليسو له ډاره له کوره بهر نشي وتلای، او دا مجبوره ده چې د شپې له خوا پر سرک وریجې وپلوري.

پریسا په افغانستان کې د قابله ګۍ محصله وه، خو د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته ورڅخه زده کړې پاتې شوي او له خپلې کورنۍ سره د پاکستان مرکز اسلام اباد ته کډه شوې ده.

هغې امریکا غږ ته وویل: "خاوند مې په نظامي برخه کې کار کاوه، زه مجبوره يم د نفقې لپاره وريجې خرڅې کړم ځکه خاوند مې د پوليسو له ویرې بهر ته نشي وتلى."

د پاکستان حکومت ټولو افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، د اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې مهلت ورکړی چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

د پريسا په څير نورې افغانې ميرمنې هم دا وخت په پاکستان کې د خپلو کورنیو دپاره د روزۍ پیدا کولو دپاره په ورته کارونو بوختې دي، او اندېښنه څرګندوي چې ستونزې يې ورځ تر بلې زياتيږي خو څوک يې هم غږ نه اوري.
په اسلام اباد کې افغانه کډواله خاطره نصرتي وايي: "مخکې مو په پريس کلب کې د اعتراض خيمې لګولې وې، د شپې۱۲ بجې پوليسو په ډير وحشتناکه ډول زموږ خيمې ړنګې کړې. اوس په ترنول کې په يوه پلازه کې اوسيږو او د پوليسو د ګواښ سره مخ يو، آن ماشومان مو هم نيول کيږي."
بله کډواله نسرين رشيدي چې په افغانستان کې ښوونکې وه، د خپلو دريو اولادونو سره په اسلام اباد کې یوه وړه خونه کې په ۱۵ زره کرايه اوسيږي، وايي د زندانيانو په څېر ژوند تيروي.
مېرمن رشيدي امریکا غږ ته وویل: "زما هم دا يو زوی دى ،که دا هم ونيول شي زه به څه وکړم. موږ خو د مجبوريت له کبله دلته راکډوال شو. څوک مو هم غږ نه اوري.که هر څو مو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې سره اړيکه ونيوله، خو بيا هم هيڅ مرسته راسره ونه شوه."
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان په پاکستانۍ ویزه دغه هېواد ته کډوال شوي چې اوس یې د ویزې موده په ختمېدو ده.
ډیری دغه افغانان په پایتخت اسلام اباد کې ژوند کوي. افغان کډوال محمد متوکل وايي: "پوليس په ساده جامو کې راځي موږ نه پوهيږو چې پوليس دي که عام خلک. زما پاسپورټ شته خو د ويزې وخت مې پای ته رسيدلى دی. ما ويزې ته اپلای کړی دی. دا دى دوه مياشتو نه زيات وخت تيريږي، خو معلومات يې نشته."
  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG