د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: له افغانانو تر مشروعیت اخیستو مخکې د طالبانو په رسمېت پیژندل ناممکنه ده


نصیر احمد فایق،‌ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر
نصیر احمد فایق،‌ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق، وايي تر هغې چې طالبان د افغانستان له خلکو مشروعیت ترلاسه نه کړي، ملګري ملتونه نشي کولای د طالبانو د رسمیت پیژندلو بحث مطرح کړي.

ښاغلي فایق له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: طالبان باید په عمل کې دا ثابته کړي چې له خلکو یې مشروعیت ترلاسه کړی. د افغانستان خلک په تېره نیم نفوس چې میرمنې دي د کار او تحصیل له حق څخه بې برخې دي‌، ملګري ملتونه او غړي هیوادونه یې په کوم اساس او دلیل کولای شي د رسمیت پیژندلو بحث یې مطرح کړي؟‌ دا ممکنه نه ده او د منلو وړ نه ده.

ښاغلی فایق وايي، په رسمېت پیژندلو صلاحیت یوازې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه لري او د ملګرو ملتونو عمومي منشي او مرستیاله یې دا صلاحیت نه لري.

د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د دوشنبې په ورځ د اپریل ۱۷ (حمل ۲۸) له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي وو، چې دغه اداره په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي.

زیات شمېر افغانانو د میرمن محمد پر څرګندونو جدي غبرګونونه ښودلې دي او ځینو یې دا څرګندونې غندلي دي.

دغه غبرګونونو په تړاو، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه ددغه سازمان د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) په یوې خبري غونډه کې امینه محمد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې د مخکښې په توګه یاده کړه. دوجاریک وویل: "هغې د افغانستان په اړه د یوې همغږې نړیوالې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې پکې د اوږدمهاله نظریاتو لپاره د ګډې زمینې موندل او د [طالبانو] اوسني حکومت چارواکو ته د یو واحد پیغام استول شامل دي چې افغانې ښځې باید د خپل حق له مخې د افغانستان په ټولنه کې ځای ولري."

نصیر احمد فایق وايي، په رسمېت پیژندلو دپاره طالبان اړ دي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي او په خپلو تګلارو کې بدلونونه راولي.

نوموړي وویل چې "طالبانو خپل ضدیت او سرتنبګۍ ته یې دوام ورکړی دی او دا ددې لامل شوی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه اړ دي چې یو لړ جدي پریکړې وکړي."

طالبانو څو اونۍ وړاندې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه او په ځواب کې یې دغه سازمان خبرداری ورکړ چې که طالبان خپله پریکړه بدله نه کړي، ملګري ملتونه ښايي راتلونکې میاشت له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلی فایق وايي د قطر په پلازمینې دوحه کې د روان کال د مې په لومړۍ او دویمه نېټه د ملګرو ملتونو لخوا جوړویدونکی کنفرانس د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره نه دی.

XS
SM
MD
LG