د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث د منلو وړ ندی


وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه سازمان د طالبانو "د رسمیت پیژندلو" په اړه د بحث لپاره کنفرانس جوړوي، سپینې ماڼۍ ویلي چې په دا ډول یو کنفرانس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه دي.

یو امریکايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) امریکا غږ ته وویل: "د دې غونډې موخه هېڅکله د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه و او په دې ناسته کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې به د منلو وړ نه وي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد په دې وروستیو د امریکا د پرینسټن په پوهنتون کې د خبرو پر مهال، د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري. نوموړې هیله څرګنده کړه، چې په دې کنفرانس کې به د طالبانو د "رسمیت پېژندلو" په لور "کوچني ګامونه" واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د مرستیالې دغو څرګندونو د افغانانو پراخ غبرګونونه پارولي او ځینو یې غندلي دي.

ددغه غبرګونونو په تړاو، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه ددغه سازمان د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) په یوې خبري ناسته کې امینه محمد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې د مخکښې په توګه یاده کړه. دوجاریک وویل: "هغې د افغانستان په اړه د یوې همغږې نړیوالې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې پکې د اوږدمهاله نظریاتو لپاره د ګډې زمینې موندل او د [طالبانو] اوسني حکومت چارواکو ته د یو واحد پیغام استول شامل دي چې افغانې ښځې باید د خپل حق له مخې د افغانستان په ټولنه کې ځای ولري."

د ملګرو ملتونو ویاند وویل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.

تر اوسه روښانه نده چې ایا دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم بلل شوي او که نه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان بیا واکمن شول او له خپلو هغو ژمنو برخلاف چې ویلي يې وو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله به اعتدال غوره کوي، پر ښځو يې ګڼ محدودیتونه ولګول.

په وروستي اقدام کې، طالبانو افغانې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې. سربېره پر دې، طالبانو افغان نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو او له کوره بهر په دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار کولو څخه منع کړي دي.

طالبانو تفریحي پارکونو او سپورتي کلبونو ته د ښځو په تګ باندې هم بندیز لګولی دی.

تر اوسه د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون چې د طالبانو پخوانی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، هېڅ هېواد د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG