د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو کمیسیون: میرمن امینه محمد دې د خپلو څرګندونو له امله له افغانانو بخښنه وغواړي


د "طالبانو د رسمیت پیژندلو" په سر د بحث لپاره د یو کنفرانس د جوړولو په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن امینه محمد څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له میرمن محمد څخه غوښتي، چې له افغانانو څخه دې بخښنه وغواړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، چې اوس مهال له دغه هیواد څخه بهر فعالیت کوي د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۰(حمل ۳۱) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د پراخه نړیوالو بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د یوې ډیرې "بدبختې او تورې" سابقې د لرلو ترڅنګ پر افغانانو لا زیاتو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی.

د ملګروملتونو مرستیالې میرمن امینه محمد ددې اونۍ په سر کې د امریکا په پریسټون پوهنتون کې یو سیمنار ته په وینا کې د "طالبانو د رسیمت پیژندلو" په سر د بحث لپاره د یو نړیوال کنفرانس د جوړیدو خبر ورکړی و.

میرمن محمد هیله ښودلې وه، چې دا کنفرانس به هغه واړه ګامونه "ومومي" چې د طالبانو د "رسمیت" پېژندنې په لوري یې بېرته وګرځوي، یوه "اصولي‌ پېژندنه".

همداشان هغې ویلي" ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده".

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د میرمن امینه محمد څخه په جدي ډول غواړي، چې د هغو روانې ټپونو له امله، چې د هغې د څرګندونو څخه افغانستان خلکو، د قربانیانو کورنیو او په ځانګړي ډول ښځو، بشري حقونو فعالانو او هغو بې ګناه کسانو ته، چې همدا اوس د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي بخښنه وغواړي".

همداشان دغه کمیسیون د میرمن امینه محمد دا څرګندونې د بشري حقونو د سرغړونکو سپینول، د خلکو غوښتنو ته بې احترامي، د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې مطرح شوو ارزښتونو او د ملګروملتونو د منشور سره په ټکر کې ګڼلي دي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې دغو څرګندونو ته په وروستیو ورځو کې د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې او افغانانو له خوا کلک غبرګونونه ښودل شوي دي.

په دې برخه کې د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف د طالبانو رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره د یو کنفرانس د جوړولو په باب د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې امینه محمد وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او په دې اړه یې وضاحت غوښتی دی

دغه ایتلاف ویلي، چې طالبانو په تیرو نږدې دوو کلنو کې په ټولنه کې د ښځو د حذف او څنډې ته کولو لپاره شاوخوا څلویښت فرمانونه صادر کړي دي.

ددغو غبرګونونو وروسته د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د دغې ټولنې د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خبري ناسته کې د طالبان د رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نشته."

د ملګرو ملتونو ویاند وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ هم پدې هکله غبرګون ښودلی او ویلي یې دې چې په دا ډول یو کنفرانس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه دي.

یو امریکايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) امریکا غږ ته وویل: "د دې غونډې موخه هېڅکله د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه و او په دې ناسته کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې به د منلو وړ نه وي.

XS
SM
MD
LG