د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ملکي تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه


د هلمند چارواکي د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي
د هلمند چارواکي د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې ۲۲ بهرني وسله وال وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.

دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۳مه «تلې لومړۍ نېټه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه یې هم تخریب کړې ده.

دفاع وزارت ویلي، چې په نیول شوو طالبانو کې پنځه پاکستاني او یو بنګله دېشي وسله وال شامل دي.

خو د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي، بیا تېره شپه د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجید اخندزاده د دوشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۳مه «تلې پر لومړۍ نېټه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه هوايي بریدونه تېره شپه لس بجې د دغه ولسوالۍ په «شواروز» سیمه کې د واده پر مراسمو شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شامل دي.

هغه وویل:"تېره شپه لس بجې د موسی کلا ولسوالۍ سرته شواروز سیمه کې د واده پر مراسمو باندې بمبار شوی دی، چې په نتیجه کې څلوېښت تنه د واده ګډون کوونکي وژل شوي دي. تر اوسه یې ارقام دقیق نه دي."

پر همدې مهال د هلمند عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالاحد حازم امریکا غږ ته وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۳ ټپيان ورکړل شوي چې یوې ښځې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده،

د ولایتي شورا غړي همدارنګه زیاته کړه، چې د واده خلکو حکومت ته د خپل واده په اړه خبر ورکړی و.

خو د هلمند د ولایتي شورا غړي وویل، چې د واده په مراسمو کې طالب وسله والو ګډون نه و کړی.

بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال تر پنځلسو پوري طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د دوی یو پلاوی څېړنې کوي.

طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه پېښه کې د دوی وسله وال نه بلکي د واده ګډونوال وژل شوي دي.

نړیوالو ځواکونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

موسی کلا ولسوالۍ د هلمند په شمال کې پرته ده، چې له تېرو شاوخوا اوو کلونو راپدېخوا د طالبانو په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG