د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې افغان ځواکونو ته "درنه مرګ ژوبله" اوښتې


راپورونه وايي، چې وړمه شپه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په مشرانو جرګې د هلمند سناتور او د دغې جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مشر هاشم الکوزي د یکشنبې په ورځ د «وري/ حمل پر ۴مه»امریکا غږ ته وویل چې وړمه شپه د سنګین ولسوالۍ د مجید چوک او انتن په نوم پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې ۴۸ ملي‌ اردو ۱۰ سنګوریان او ۷ تنه پولیس وژل شوي‌ دي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې یاد سرتېري دغو پوستو ته د کمک لپاره روان و چې په لار کې د طالبانو له کمینونو سره مخ شوي او دغه مرګ ژوبله ورته رسېدلې ده.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

ښاغلي‌ الکوزي زیاته کړه:"وړمه شپه د شپې پر اته بجو پر دوو پوستو ۲ قرارګاو باندي چې یو د مجید چوک او بله د انتن پوستې په نوم دي د طالبانو لخو جنګ شروع شو، چې تر سهار شپږ بجو یې دوام وکړ، افغان سرتېروته یې مرګ ژوبله واړول، ۴۸ ملي اردو وژل شوي، ۱۰ سنګوریان او ۷ پولیس وژل شوي."

الکوزي وویل چې په دغه نښته کې ۳۸ نور افغان امنتیي او دفاعي ځوکونه ټپیان شوي هم دي.

نوموړي افغان ځواکونو ته د دغه مرګ ژوبلې اوښتو اصلي لامل هغوی ته د جګړې پرمهال د هوايي کمک نه رسېدل یاد کړل.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتنې ده، خو زیاته کړه چې کره شمیر یې تر دا مهاله معلوم نه دی.

هغه وویل چې د جګړې پر مهال د وسله والو مخالفینو پر لیکو درنې هوايي حملې هم شوي‌ دي.

ځواک وویل:"په دغه نښته کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د دې ترڅنګ وسله وال مخالفین هم تلفات لري، د دې لپاره چې دقیق جزئیات معلوم شي، هلته ارتباطي اړیکې قطعه دي."

پر همدې د افغانستان دفاع وزارت هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د جګړې رامنځته کېدل تائیدوي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د یکشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې تلفات اوښتي‌، خو وايي په هغه اندازه نه دي چې ویل کېږي.

ښاغلي منګل زیاته کړه چې جګړه اوس هم روانه ده او وروسته به د تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

منګل وویل:"جګړه هلته دوام لري، په ډېره شدیده توګه، تېرو دوو ورځو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بدبختانه چې موږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده هم شهیدان لرو او ټپیان لرو، ولې په دغه کچه چې یاد شوي دي نه دي."

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند سنګین ولسوالۍ له مرکز لښکرګاه څخه تقريبا‌ً سل کېلومټره لیري شمال لورته پرته ده چې د طالبانو مهم مرکزونه هم پکښي شتون لري.

د دغه ولسوالۍ شمال ته کجکي جنوب ته يي د کندهار ميوند ختيځ ته يي غورک لوېديځ ته يي ګرشک ولسوالي موقعیت لري.

دفاع وزارت وايي‌ مرګ ژوبله په هغه کچه نه ده چې ویل کېږي
دفاع وزارت وايي‌ مرګ ژوبله په هغه کچه نه ده چې ویل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بزګر ورځې په ملي جشن کې د دوو پرلپسې چاودنو له امله ۴ تنه ووژل شول او ۳۱ تنه نور ټپیان شول.

په هلمند کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره میاشت په دغه ولایت کې پر ښوراو پوځي اډې د طالبانو په ډله ییز برید کې ۲۳ افغان سرتېري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG