د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د ډرون برید د قربانیانو کورنۍ د پېښې عاملینو ته سزا غواړي 


امریکايي ځواکونه وايي چې دا برید یوه حقیقي اشتباه وه
امریکايي ځواکونه وايي چې دا برید یوه حقیقي اشتباه وه

په کابل کې د هغې نجلۍ پلار چې لور یې د اګست په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شوه، د امریکا د حکومت په هغې پرېکړې انتقاد کړی چې له مخې یې د دغه برید عاملین نه مجازات کوي.

د ایمل احمدي درې کلنه لور او نهه نور خپلوان د اګست په ۲۹مه په کابل ښار کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شول.

ښاغلي‌ احمدي وویل چې «خدای به زموږ غچ واخلي».

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن وویل چېپه کابل کې د هغه برید په هکله هیڅ یو امریکایي سرتیري ته سزا نه ورکول کیږي چېد ۷ ماشومانو په ګډون پکې لس ملکیان ووژل شول.

دا برید د کابل په هوایي ډګر کې د داعش ډلې په ځانمرګي کې برید کې د ۱۳امریکایي سرتیرو او څه باندې ۱۰۰ افغانانو له وژل کېدو وروسته وشو.

هغه وخت امریکایي ځواکونو ویلي وو چې برید یې د داعش په هغه موټر کړی دی چې برید ته چمتو شوی و.

د برید نه وروسته امریکایي ځواکونو د برید په هکله په لومړني راپور کې دا یوه "خواشینوونکې خو حقیقي اشتباه" بلل شوې وه.

په دغه برید کې زمری احمدي، چې د امریکا د یوې غیر انتفاعي موسسې کارکوونکی و، هم ووژل شو.

د امریکا د دفاع وزرات ویلي چې د دغې پېښې قربانیانو ته به تاوان ورکوي،‌ خو د قربانیانو کورنۍ وايي چې لا د امریکا پوځ او حکومت ورته مستقیمآ په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې دغو کورنیو ویلي وو چې امریکا باید له هغوی څخه مخامخ بخښنه وغواړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت هم له امریکا څخه غوښتي چې د دغه برید عاملینو ته دې سزا ورکړي.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي ویلي‌ دي چې که عدالت او بشري حقونو ته درناوی شته،‌ باید د هغه په خبره د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG