د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: کابل کې د امریکا هوایي برید د جګړې قانون نقض کړی ندی


د امریکا دفاع وزارت له څیړنو وروسته د چهار شنبې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) وویل چې د اګست په میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې له امله یې ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول، هیڅ قانون تر پښو لاندې شوی ندی.

د اګست په ۲۹ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د امریکا د یوې خیریه موسسې د افغان کارکوونکي په ګډون درې تنه لویان او اوه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې ګمان شوی وو یو کور داعش جنګیالي ځای پرځای شوي دي.

د امریکا د هوایي پوځ څیړونکي (سرمفتش)، ډګر جنرال سامي ډي سډ په یوه راپور کې ویلي دي:"تحقیقاتو د جګړې د قانون په ګډون، له قانون څخه هیڅ سرغړونه موندلې نده. د تائید او اجرا په برخه کې تیروتنې او د اړیکې خرابوالي له امله له بده مرغه ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده."

جنرال سډ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:"دا یوه صادقانه تیروتنه وه." خو هغه زیاته کړه :‌"دا یو جرمي، تصادفي او د ناغیړي عمل ندی."

دغه امریکایي‌ جنرال زیاته کړه، هغه کسان چې په مستقیم ډول یې په برید کې سهم درلود، واقعا په دې باور وو چې یو "قریب الوقع برید په نښه کوي."

دا برید پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له افغانستان څخه د لس ګونه زره کسانو د ایستلو د ماموریت پرمهال ترسره شو.

راپور وایي: "د برید تشخیص شوې نقطه، موټر، محتویات، او پکې سپاره کسان په هغه وخت کې واقعا د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې امریکایي ځواکونو او ماموریت ته د قریب الوقع تهدید په توګه ارزول شوي وو."

خو راپور زیاتوي چې په څه باندې اتو ساعتونو کې د استخباراتي معلوماتو تجزیه او تحلیل او د نښه شوي موټر او پکې د سپرو کسانو څارنه "له بده مرغه دقیق نه وه."

له مقدماتي څیړونو وروسته، پنټاګون د سپټمبر په ۱۷ نیټه وویل چې دا "غمجنه تیروتنه" وه او ژمنه یې وکړه چې د یادې کورنۍ پاتو غړو ته به تاوان ورکړي.

جنرال سډ څرګنده کړه، د ناکامیدو یوه نقطه او یا هم یو کس ددې تیروتنې لپاره نشي ملامت کیدای. هغه همدارنګه زیاته کړه دا د هغه له مسولیتونو څخه نده چې تصمیم ونیول شي ایا یو چا ته دې ددې تیروتنې په هدف سزا ورکړل شي.

امریکایي پوځیانو داسې استخباراتي معلومات درلودل چې داعش جنګیالي غواړي د تخلیې پر عملیاتو تازه برید وکړي، یوازې درې ورځې وروسته له هغه چې د کابل په هوایي ډګر کې په یوه برید کې ۱۳ امریکایي پوځيان او ګڼ شمیر افغانان ووژل شول.

په استخباراتي معلوماتو کې یوه سپین رنګه ټیوټا کرولا په ګوته شوې وه چې ګمان کیده داسې انفجاري مواد پکې دي چې په تیر برید کې کارول شوي وو. خو جنرال سډ ومنله چې هغوی په تیروتنې سره غلط موټر تعقیب کړی وو.

د امریکایي چارواکو په وینا، هغو کسانو چې دغه عملیات ترسره کړل ، داسې ګمان کاوه چې د هدف په محل کې کور تش دی.

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې ددې برید په اړه د عاجلو څیړنو د ترسره کیدو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG