د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ماشومان پاکستاني ښوونځیو کې


په ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمې اوسیدونکي وایي د ښوونځیو او زده کړو د آسانتیاوو د نه شتون له کبله خپل ماشومان د کرښې هاخوا ښوونځيو ته لیږي.

ددغې سیمې اوسیدونکي اندیښمن دي چې اولادونه یي د افغانستان ملي ژبو پر ځاې انګلیسي او اردو زده کوي.

اتمانزی چې د مهمند درې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، امریکا غږ ته وویل: ”په خپلو سیمو کې مو ښوونځی نشته، کتاب نشته، د زده کړې امکانات نشته. ځکه مو اولادونه پاکستاني ښوونځیو ته ځي او هلته انګلیسي او اردو زده کوي. ”

چارواکي بیا د دغو خلکو ادعاوې غلطې ګڼي او وایي چې په تورخم او نورو سرحدي سیمو کې د ګن شمیر ښوونځیو د شتون سربیره، ددغې سیمې اوسیدونکي خپل ماشومان د پولې هاخوا ښوونځیو ته لیږي.

د ننګرهار د ښوونې او روزنې رئیس، حسیب الله شینواري امریکا غږ ته وویل: ”مونږ د دغو سیمو له اوسیدونکو څخه ژمنه اخیستې وه چې د ښوونځيو د جوړیدو وروسته به خپل ماشومان پاکستاني ښوونځيو ته نه لیږي خو هغسې ونشول. ”

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې ددغو زده کوونکو بیرته راوستلو لپاره جدي هڅې کوي.

افغان زده کوونکي هم وایي چې پاکستان ته یې د تللو یواځینی علت د زده کړو ښه سهولت دی.

عارف الله یو له هغو افغان زده کوونکو څخه دی چې یو پاکستاني ښوونځي ته ځي. هغه امریکا غږ ته وویل: مونږ لپاره دا غټه ستونزه ده. څو کلومتره پلی تګ کوو تر څو پاکستاني ښوونځي ته رسیږو. مونږ د خپل هیواد په اړه هیڅ خبر نه یو. له دولت نه غواړو چې دغه آسانتیاوې په تورخم کې مونږ ته برابرې کړي.

دغه زده کوونکي وایي چې پاکستاني ښوونځيو کې میاشتنی فیس هم ورکوي چې دغه کار یې د مور او پلار په اوږو بار نور هم زیاتوي.

د ننګرهار د ښوونې ریاست وایي چې پخوا د دغو زده کوونکو شمیر ۱۵۰تنه وو چې نن سبا همدغه شمیر ۵۰ ته راټیټ شوی.

چارواکي وایي چې د تورخم صفري نقطې ته نږدې سیمه کې یو ابتدایي ښوونځی، دوه ښوونځي او د تجارت یوه مسلکي لیسه یې همدې لپاره جوړه کړې چې افغان ماشومانو ته ددې ضرورت پیښ نه شي چې پاکستاني ښوونځيو ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG