د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو د کورنیو یوځای کول د متحده ایالاتو لومړیتوب دی 


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې داهېواد ژمن دی چې له هغو امریکايي اتباعو او افغانانو سره چې په امریکا کې مېشت دي مرسته وکړي چې د خپلو کورنیو له هغه شمیر غړو سره یو ځای شي چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو ټویټ کې ویلي چې د هغو افغانانو بیرته یوځای کېدل چې د کورنۍ غړي یې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. هغه وویل چې د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو لپاره امریکا نوې فورمې - DS 4317 معرفي کړې.

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو د یوځای کېدو لپاره لومړی ګام امریکا ته د کډوالۍ د بهیر پیلول دي. خو ځینې کورنۍ ممکن د مرستې د شرایطو واجد وي چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا له افغانستان څخه وایستل شي.

د دې اعلامیې له مخې، که د کورنۍ غړي د تخلیه کولو وړ وي، د متحده ایالاتو د مهاجرت د ادارې له تائید وروسته هغوی متحده ایالاتو ته کولای شي راشي.

په اعلاميه کې راغلي چې د افغان نژاده امريکايي اتباعو ميړه-میرمن، ماشومان او پلرونه ښايي امريکا ته د مهاجرت د شرایطو وړ وي چې سمدستي امريکا ته داخل شي. امریکایی اتباع همداشان کولی شي د خپلو خویندو او وروڼو لپاره غوښتنلیکونه ډک کړي او دوی یوازې هغه وخت امریکا ته مهاجرت کولی شي چې ویزه ورکړل شي.

د دې اعلان له مخې د هغو کسانو چې د اوسیدنې دایمي یا شنه کارتونو لري میړه یا ماندینه او ماشومان چې عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم وي، هم ښایي وکولای شي امریکا ته د کډوالۍ د شرایطو وړ وي.

سربیره پردې، د هغو افغان اتباعو چې د ځانګړي مهاجرت ویزې یا SIV له لارې متحده ایالاتو ته مهاجر شوي میرمنې – میړونه او ماشومان چې عمرونه یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي هم ممکن متحده ایالاتو ته د مهاجرت وړ وي.

د دې اعلامیې له مخې د هغو افغانانو چې د مهاجرت او پناه اخسیتلو درخواستونه یې منل شوي د هغوی ماندینه - میړه او ماشومان چې عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم وي، امریکا ته د کډوال کیدو وړ دي.

سربیره پردې، د هغو افغانانو میړه/ښځه او ماشومان چې عمرونه یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي چې د بشردوستانه موقت اقامت د پروګرام (Humanitarian Parole) لاندې متحده ایالاتو ته راغلي دي هم متحده ایالاتو ته د مهاجرت وړ کیدی شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا ته د افغان کورنیو د غړو منل توپیر لري او د هغوی په حقوقي وضعیت او امریکا ته د هغوی د ننوتلو په څرنګوالي پورې اړه لري.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې ۸۸ زره ۵۰۰ افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. په دوی کې ډېری یې د تېر حکومت کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان دي او په دوی کې هغه افغانان هم شته چې په امریکا کې د بشردوستانه ویزو پر اساس مېشت شوي دي.

د دوی له جملې څخه ۷۷ زره ۵۰۰ تنه د بشردوستانه موقتي استوګنې په چوکاټ کې په امریکا کې میشت شوي او ۱۳ زره نور بیا د مختلفو ویزو له لارې امریکا ته مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG