د لاس رسي وړ اتصالات

په جنسي تیري تورن پنځه افغانان له سویډن څخه ایستل کیږي


پنځه تنه افغان ځوانان چې په سویډن کې پر یو بل افغان باندې په ډله ییز جنسي تیري تورن شوي وو له هغه هیواد څخه ایستل کیږي.

د سویډن د استیناف یوې محکمې د چارشنبې په ورځ د ابتدائیه محکمې هغه حکم چې ددغو پنځو تنو د اخراجولو مانع شوی و، رد کړ او پریکړه یې وکړه چې دغه پنځه تنه افغانان باید د هغه هیوا د څخه وایستل شي.

ابتدائیه محکمې دغه پنځه تنه په شاوخوا ١٥ میاشتو بند محکوم کړي وو او امر یې کړی و چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضیعت په وجه او په دې خاطر چې ددغو افغانانو عمر له ١٨ کالو کم دی، هغوی باید له سویډن څخه وایستل شي.

د استیناف محکمې س،یډن ته ددغو کسانو بیا راتگ تر لسو کلونو پورې بند کړی دی. ددې محکمې په حکم کې راغلي دي چې "ددغو پنځو تورونو د ایستلو لپاره انگیزې د هغوی د نه ایستلو له دلیلونو قوي دي".

دغو پنځو تنکيو ځوانانو د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د اکتوبر په میاشت کې خپل یو هم وطنه تنکی ځوان ځنگل ته بیولی و او په چاقو یې گواښلی و او بیا یې پرې په ډله ییزه توگه جنسي تیری کړی و.

تر اوسه ددغو پنځو تنو مدافع وکیلانو د استناف محکمې د حکم پر وړاندې نظر نه دی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG