د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ۱۹ کلنو لوبډله نړیوال جام سیالیو لپاره سویلي افریقا ته ولاړه


د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن چهارشنبه (د مرغومې۱۱مه) سویلي افریقا ته د ۱۹ کلنو د کمر عمره لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته د ګدون لپاره ولاړه.

دغې لوبډلې کې د فرهان زاخېلوال په لوبډلمشرۍ نور لوبغاړي صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهیب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو نن یوې خبري ناستې کې وویل چې افغان لوبډلې دغه لوبو ته له تېر یو کال راهیسې چمتوالی نیولی دی.

د کرکټ بورډ اجراییوي مشر لطف الله ستانکزي وویل: "لوبډلې ته داسې لوبغاړي ټاکل شوي چې په شپږیزه او نورو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي."

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به د نړیوال جام مخکې د هند او انګلستان لوبډلو سره دوه تمریني لوبې هم وکړي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ په ۱۷ نېټه سویلي افریقا کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ پیل شي.

دغه جام کې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي چې افغانستان په (D) ګروپ کې د کاناډا، سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره به سیالي وکړي.

له دې مخکې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې افغانستان د دغه جام نیمه پایلوبې پورې رسېدلی و.

XS
SM
MD
LG