د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان "جهاد" له برکته اټومي ځواک شو - اسناد


د پاکستان د شاهین ٣ په نامه میرایل چې اټومي کوپړۍ لیږدولای شي
د پاکستان د شاهین ٣ په نامه میرایل چې اټومي کوپړۍ لیږدولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا تازه خپاره شوي اسناد ښیي چې امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په ضد جګړې د پرمختګ لپاره د پاکستان پر اټومي فعالیتونو سترګې پټولې.

د دغو اسناد په بنسټ، په اویایمه او اتیایمه لسیزو کې د امریکا لپاره دا ډېره مهمه وه چې پاکستان په افغانستان کې د شوروي پوځ ضد جګړه بریالۍ کړي، او له همدې کبله یې د پاکستان د اټمي فعالیتونو کلک مخنیوی ونه‌کړ.‌

دغه اسناد چې ٣٠ کاله وروسته خپاره شوي ښیي چې د چین پخواني مشر دینګ ژیاوپینګ هم واشنګټن دې ته هڅولی و چې د پاکستان د اټومي پروګرام ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو سند چې د ١٩٨۴ کال د اګست په ٢٠ لیکل شوی ښیي چې واشنګټن په دې پوهېده چې اسلام آباد د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا لري.

اسلام اباد
اسلام اباد

په‌دغه رپوټ کې راغلي چې"د جمهور رئیس ضیاالحق له خوا د خصوصي او عامه ډاډګیرنې سره چې ویل یې پاکستان نه نیت او نه امکانات لري او نه هم د اټومي چاودنو قابلیت لري، مونږ داسې پراخ او باوري استخبارات درلودل چې پاکستانیان په بېړه د اټومي وسلو او د هغو د اجزاو د جوړولو هڅه کوي او د یوې داسې وسیلې لپاره د اړتیا وړ مواد ترلاسه کوي".

د دغو اندېښنو سربېره، امریکا له پاکستان سره د ٣،٢ میلیارډو ډالرو امنیتي او پرمختیایي مرستو شپږ کلن تړون وکړ چې د اټومي فعالیتونو مخنیوی یې وکړي.

واشنګټن همداشان هیله درلوده چې له امریکا سره امنیتي اړیکې به "پاکستان دې ته وهڅوي چې د اټومي وسلو جوړولو کار وځنډوي".

خو د چین مشر دینګ ژاوپینګ د پاکستان د جمهور رئیس ضیاالحق سره د نژدې اړیکو په درلودلو سره د امریکا د وخت د جمهور رئیس جیمي کارتر اداره دې ته قانع کړه چې د اندرا ګاندي تر مشرۍ لاندې هندي حکومت د پخواني شوروي اتحاد پلوي دی.

د ١٩٨٠ کال د جون په اتمه د ښاغلي کارتر د حکومت د دفاع وزیر هرالد براون د چین د مشر دینګ ژاوپینګ سره په کتنه کې وویل:"پاکستان سره په مرستو کې ددې هېواد د اټومي پروګرام په وجه مونږ محدودیتونه لرو، خو سره له دې مونږ لاهم ددې کار هڅه کوو، مونږ به د اوس لپاره دا خبره یوې څنډې ته کړو چې پاکستان د شوروي اتحاد د اقدام پر وړاندې تقویه کړو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ١٩٨٠ کال د جنورۍ ١۴ په یو یاداشت کې د ضیاالحق او په اسلام اباد کې د امریکا د وخت د سفیر ترمنځ د کتنې په اړه لیکل شوي، جنرال ضیا له واشنگټن غوښتل چې د هېواد په اټومي پروګرام یې سترګې پټې کړي ځکه پاکستان د افغانستان په جګړه کې ستره ونډه لري.

د کارپوهانو په اند چین په دې خاطر د پاکستان قوي کیدل غوښتل چې د هند سره سیالي او سرحدي لانجه لري او غوښتل یې چې د هند لرغونی دښمن پاکستان د امنیتي پلوه قوي کړي.

XS
SM
MD
LG