د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنې


عکس (ارشیف) افغان میرمنې
عکس (ارشیف) افغان میرمنې

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان سولې بهیر نامعلوم برخلیک ته په اشارې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د مې ۲۴ (غبرګولي درېیمه) په یوه اعلامیه کې د سولې په خبرو کې د افغان میرمنو محدودې ونډې او د ښځو د حقونو په برخه کې شویو پرمختګونو ته هم اشاره کړې چې په وینا یې اوس تر ګواښ لاندې دي.

په اعلامیه کې د دغه سازمان د اسیا ارام سمندر د څانګې مشرې یامیني مشرا له قوله ویل شوي: "د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره افغانستان په یو داسې مسیر روان دی چې د میرمنو او نجونو لپاره له شلو کلونو څخه زیات پرمختګ له ګواښ سره مخ کوي".

اغلې مشرا دغه راز د افغانستان وضعیت حساس او د سولې روانې خبرې ناکامې بللي او ویلي یې دي په دغه هېواد کې جګړه کابو هره ورځ ملکيانو ته مرګ‌ ژوبله اړوي.

د هغې په وینا په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره په لوړه کچه د جوړېدونکي کنفرانس لپاره نوې نېټه هم نه ده اعلان شوې او زیاته کړې یې ده: "اوس د دې وخت رسیدلی چې د افغانستان حکومت او نړیوال ملګري یې په څرګنده توګه ژمنې او کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ښځو حقونه او د دوه لسیزو لاسته راوړنې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه معامله کېږي".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي سره له دې چې اوس هم د افغان ښځو د حقونو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده خو زیاته کړې یې ده چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

دغه سازمان ویلي چې اوس په افغانستان کې ۳.۳ میلیونه نجونې ښونځیو ته ځي او د تاوتریخوال د دوام سره ښځې او نجونې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې فعاله ونډه لري.

دغه سازمان د ۱۹۹۶ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي چې په دغو کلونو کې افغان میرمنو له کور څخه د باندې کار نشو کولی، له نږدې نارینه خپلوان پرته له کوره بهر نشوې وتلې، ښځې او نجونې له زده‌کړو څخه بې برخې وې او روغتیایي خدماتو ته یې محدود لاسرسی درلود.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا محدودیتونه لاهم په هغو سیمو کې میرمنو باندې عملي کیږي چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

دغه سازمان همداشان د افغان سولې په بهیر کې د ښځو پر لږې ونډې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي په ۲۱ غړو کې یوازې څلور ښځې شاملې دي او د طالبانو په پلاوي کې یوه میرمن هم حضور نه لري.

په بیان کې راغلي: "د (سولې) خبرو په جریان کې د پام وړ کم استازیتوب او په مکرره توګه د ښځو څنګ ته کول د دې ښکارندويي کوي چې لا هم اوږد مزل په مخ کې دی. دا خبرې به په افغانستان کې د میرمنو او انجونو راتلونکي جوړوي او د دوی غږ باید واوریدل شي".

دغه سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې د سولې په خبرو کې د ښځو هر اړخيز او معنی لرونکی ګډون تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG