د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغان ځوانان له طالبانو څخه دندې او د ټولنیز فعالیت ازادي غواړي


په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي، د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته یې فعالیتونه پیکه شوي او د طالبانو له حکومت څخه ټولنیز فعالیت ته د زمینې برابرولو ترڅنګ د دندو غوښتنه کوي.

د سرشمیرنو له مخې، له ۲۵ کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکي ځوانان د افغانستان د نفوس ۶۰ سلنه جوړوي چې د تیر حکومت پر وخت ورته په مدني ټولنه او نورو برخو کې د کار او فعالیت زمینه برابره وه خو ډیر شمیر یې اوس بې روزګاره شوي دي.

ټولنیز فعال شفیق الله غفورزی چې په تېر حکومت کې د "ځوان مثبت بدلون" ټولني ویاند وو او د ځوانانو چارو د معینیت په چوکاټ کې یې کلونه ټولنیز فعالیت کړی دی، وایي، له طالبانو د نورو ستونزو د حل تر څنګ غواړي چې ځوانانو ته په کابینه کې ځای ورکړي.

غفورزي امریکا غږ ته وویل: “د ځوانانو پر اذهانو باید کار وکړي، اقتصادي مشکلات یې باید حل شي، په تعلیمي ډګر کې باید ښه زمینه ورته مساعده کړي، په اجتماعي، تجارتي او ځوانانو ته باید په کابینه کې د کار و مصروفیت زمینه مساعده کړي”

د ۲۰۲۱ په اګست کې د جمهوریت د حکومت تر سقوط وروسته په افغانستان کې پر سیاسي او نورو فعالیتونو تر بندیز وروسته، د مدني ټولني او د ځوانانو ورځني فعالیتونه هم پیکه شول.

د افغانستان د عدلیې وزارت د ارقامو پر اساس، په تیر حکومت کې تر اته زره زیاتو مدني ټولنو د فعالیت جواز درلود او ځوانانو په بېلابیلو ټولنیزو برخو کې د ځوانانو چارو د معینیت په چوکاټ کې فعالیتونه کول.

په افغانستان کې د ځوانانو تر څنګ د میرمنو پر ټولنیزو فعالیتونو هم بندیزونه لګول شوي دي. د تېر حکومت ځیني چارواکي وايي چې په تېر کې د ځوانانو تر څنګ میرمنو ته هم د کار او فعالیت زمینه برابره وه.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د ځوانانو چارو د معینیت اوسني کارونه ښه وګڼل، نوموړي د یاد معینیت لپاره د یوې خاصي طرحي د تصویب یادونه هم وکړه.

ښاغلي خیرخواه وویل: "په کلیو او ولسوالیو کې د ځوانانو د تنظیم لپاره، وظیفو ته د هغوو داخلېدل، اقتصادي بخش یې په نظر کې نیول د دې لپاره ډېر کار سویدئ. طرحه جوړه سوېده، راجع سوه و سیاسي کمیسون ته، سیاسي کمیسون بحث پر وکړ او بیا امیرالمومنین ح ته راجع سوه اوس راغلې ده عدلیې وزارت ته او هغه یو لویه طرحه ده د ځوانانو لپاره."

په افغانستان کې د ځوانانو تر څنګ د میرمنو پر ټولنیزو فعالیتونو هم سخت بندیزونه لګول شویدي. د تېر حکومت ځیني چارواکي وايي چې په تېر کې د ځوانانو تر څنګ میرمنو ته هم د کار او فعالیت زمینه برابره وه.

په تېر حکومت کې د ځوانانو چارو معین کمال سادات امریکا غږ ته وویل: "اوس د ځوانانو او د موجوده حکومت تر منځ فاصله موجوده ده، زموږ په وخت کې د ځوانانو تر څنګ زموږ خویندو هم په فعالیتونو کې برخه لرل او د کار فرصتونه وه او موږ رسما تشویقول چې کار ته راشي."

طالبان داسي مهال د ځوانانو فعالیت ته د زمینې برابره په موخه د طرحي د تصویب خبره کوي چې، د طالبانو په زیاتره غونډو او فعالیتونو کې د یوه فکر کسان لیدل کیږي. ځیني ټولنیز فعالان په دې نظر دي چې په ټولنه کې فکري اختلاف د ټولني تنوع ګڼل کیږي. د دوی په خبره چې طالبان تر اوسه هم د مخالف فکر زغم نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG