د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري: د اچین په مړو کې هندي اتباع هم شته


یوې منبع د امریکا غږ ته ویلي چې د وژل شویو کسانو اکثریت پاکستانیان دي
یوې منبع د امریکا غږ ته ویلي چې د وژل شویو کسانو اکثریت پاکستانیان دي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ننگرهار په اچین کې د "بمونو د مور" په نامه بم د استعمال په نتیجه کې د داعش د ٩٦ مړو په جمله کې هندي اتباع هم شته.

دولت وزیري د امریکا غږ ته وویل چې د داعشیانو په ډله کې د هند، پاکستان او ازبکستان ١٣ تنه مشهور کسان هم شامل دي. خو ښاغلي وزیري د هندي اتباعو د دقیقې شمیرې په هکله څه ونه ویل.

دا لومړی ځل دی چې ویل کیږي هندي مسلمانان هم د افغانستان په جنگ کې، هغه هم د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره یوځای شوي دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د حکومت یوې منبع ویلي دي چې تر اوسه د دوو هندیانو هویت د محمد او انلا گیتا په نومونو تشخیص شوي دي چې په اچین کې په بمي حمله کې وژل شوي دي.

دغې منبع چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د امریکا غږ ته ویلي چې د وژل شویو کسانو اکثریت پاکستانیان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونو تیره پنجشنبه د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې تر ټولو ستر غیر اټومي بم چې د "بمونو مور" یاد شوی د ننگرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځایونو باندې واچوه. د افغانستان د دفاع وزارت شمیرې ښیي چې په دغه ستره حمله کې د داعش د ١٣ قوماندانانو په گډون ٩٦ داعشیان وژل شوي دي.

ددغه بم د استعمال په هکله چې د امریکا د پوځ تر ټولو ستر بم گڼل کیږي ډول ډول غبرگونونه څرگند شوي دي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ددې بم استعمال غندلی او حتی خبرداری یې ورکړی چې هڅه کوي امریکا له افغانستان نه وباسي.

خو د افغانستان لوړپوړو مقاماتو ویلي دي چې دغه اقدام د افغان حکومت سره په هماهنگۍ شوی دی او هدف یې د داعش د سخت دریځو د مرچلو له منځه وړل وو. تر اوسه په دې پیښه کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG