د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیا جام د کرکټ ایمرجنګ سیالیو ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام ایمرجنګ ۲۰۱۸ کال سیالیو ته د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې د ملي ټیم څلور لوبغاړي کریم جنت، احسان جنت، ناصر جمال او نجیب ځدران چې عمرونه یې د ۲۳ کلونو نه لږ دي هم شامل دي.

بیټسمن نجیب الله ځدراڼ د لوبډلې مشري کوي، په لوبډله کې عظمت الله عمرزی، قیس احمد، کریم جنت (آلرونډران)، وفادار مومند (فست بالر)، دروېش رسولي او احسان الله جنت (بیټسمنان)، ابراهیم ځدراڼ، شاهد کمال، ناصر جمال، رحمت الله ګرباز، ظاهر خان (بالر)، فضل حق، ضیا اکبر، اکرام علي خیل (ویکیت کیپر) غړیتوب لري.

بهیر شاه، ضیا الرحمن شریفي او وقار سلامت خېل د لوبډلې په ریسرف کې دي.

د کرکټ بورډ غوراوي کمیټه وايي د ټیم غړي د فیټنس پر اساس ټاکل شوي دي.

هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې به د افغانستان د ملي ټیم کې لوبېدو ته ورته چانس ورکړل شي.

د افغانستان ایمرجنګ لوبډله په کابل خپل تمریناتي کمپ ترسره کړی او اوس مهال د هند په چینا ښار کې په بل تمریناتي کمپ اخته دی.

د روانې میاشتې (ډسمبر) په اوومه د آسیا جام درویشت کلونو یا ایمرجنګ سیالۍ په دوو پراړوونو سریلانکا او پاکستان کې په لاره اچول کېږي.

افغانستان په الف ګروپ کې دی او په درې لوبو کې به د هند، سریلانکا او عمان سره میدان ته شي.

د آسیا جام درویشت کلونو سیالۍ هر دوه کاله په لاره اچوول کېږي.

له دې مخکې افغانستان د ایمرجنګ په دوو سیالیو کې چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې ترسره شوي ګډون کړی او په دواړو کې یې هند ته ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG