د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا له نوي حکومت څخه افغانستان څه تمې لري؟


بایډن تیره ورځ د امریکا نوی منتخب ولسمشر اعلان شو
بایډن تیره ورځ د امریکا نوی منتخب ولسمشر اعلان شو

د امریکا په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن د بریا له اعلان سره هم‌مهاله، افغان حکومت تمه ښودلې چې د امریکا نوی حکومت به له تروریزم سره د ګډې مبارزې او د سولې د ټینګېدو په برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د یکشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۸) جمهور رئیس جو بایډن او د نوموړي مرستیالې کاملا هریس ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ویلي او د امریکا له نوي حکومت څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتلو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

ښاغلي دانش زیاته کړې ده: "د افغانستان خلکو او دولت د تیرو کلونو په اوږدو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د بیان آزادۍ او د عدالت د تامینولو په برخه کې لوی لاسته راوړنې درلودلې، چې موږ هیله لرو د متحده ایالاتو نوې رهبري د دغو لاسته راوړنو او ارزښتونو په ساتنه کې له موږ سره مرسته وکړي".

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې واشنګټن په تیرو شاوخوا دوو لسیزو کې د کابل یو له اصلي او ستراتيژیکو ملګرو څخه و او هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې هم دا اړیکې وپالل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل: "له تروریزم سره د مبارزې، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستلو، د ډیموکراټیکو ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا په ځانګړي ډول په ټولنه او سیاست کې د ښځو د حضور د پراخیتا په برخو کې به د امریکا له متحده ایالاتو سره زموږ مشارکت دوام وکړي".

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه کې د امریکا د منتخب جمهور رئیس په توګه جو بایډن ته مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې پر دوامداره مشارکت ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمیر افغان څیړونکي وايي چې په امریکا کې د نوي حکومت په راتلو سره به د افغانستان په اړه د دغه هېواد په سیاستونو کې بدلون راشي.

د دغو څیړونکو له ډلې عبدالسبحان مصباح امریکا غږ ته وویل د افغان سولې بهیر او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له سره غور کولو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د سولې بهیر له دې امله چې عادلانه، شفاف او هغه سیاسي اراده چې موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې سولې ته ورسوي نه و، نو اړتیا ده چې په دې تړاو بدلون رامنځ ته شي. له بل پلوه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تصمیم... له سره غور ته اړتیا لري".

افغانستان په داسې مهال د سولې له پروسې څخه د امریکا د نوي حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه (وږي ۲۲) د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په رسمي ډول مذاکرات پیل شول، خو د سولې د خبرو په تګلاره کې د اختلافاتو له امله د دواړو لورو ترمنځ خبرو پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG