د لاس رسي وړ اتصالات

'سږ کال افغانستان کې پر ښځو د جنسي تیري ۲۵۹ قضیې ثبت شوي'


کابل لومړی، بلخ دویم او هرات دریم لوی ښارونه دي چې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې پکې ثبتې شوي دي.
کابل لومړی، بلخ دویم او هرات دریم لوی ښارونه دي چې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې پکې ثبتې شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په روان هجري لمریز کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضیې څېړلي دي.

د دغه ادارې په یوې خبر پاڼې کې چې نن سه شنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومې ۹) خپره شوې راغلي چې یادو قضیو کې تر ټولو ډېرې د جنسي تیري دي.

اعلامیه زیاتوي: "په دغو قضیو کې د جنسي تېري ۲۵۹ قضیې، د وژنو ۱۳۷، د ټپي کېدو او معلولیت ۱۶۶، د وهلو ټکولو ۱۵۰۱، د سپکاوي ۲۶۰، د ځورونې ۲۵۷، ځانوژنې د اړ کېدو ۹۸، بد لمنۍ ته د اړ کولو ۲۳، اجباري نکاح اړ کول ۲۹، او د ورته تاوتریخوالي ۲۶۰ نورې قضیې هم شاملې دي.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو پر بنسټ له دغې ډلې د ۳۳۸ پېښو څېړنه بشپړه شوې چې له مخې یې ۳۲۷ کسان په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

کابل لومړی، بلخ دویم او هرات دریم لوی ښارونه دي چې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې پکې ثبتې شوي دي.

د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه زیاتوي چې افغان مېرمنې اوس مهال عدالت ته د رسېدو لپاره پراخ لاسرسی لري.

له بلې خوا د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره اونۍ د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو باندې د نیوکې تر څنګ ویلي و چې د ترهګرو او مجرمینو دوسیې دې ژر تر ژره وڅېړي.

XS
SM
MD
LG