د لاس رسي وړ اتصالات

د سنبلې له لومړۍ نیټې نه افغانستان بانک یو شمیر بانک نوټونه نه اخلي


په افغانستان کې د بانکي سیستم د نه عام کیدو له وجې اکثر راکړه ورکړه په نغدو پیسو کیږي
په افغانستان کې د بانکي سیستم د نه عام کیدو له وجې اکثر راکړه ورکړه په نغدو پیسو کیږي

د سنبلې د میاشتې له لومړۍ نیټې نه د افغانستان بانک د افغانیو رنگ شوي، سوري او په وینو ککړ بانک نوټونه نه اخلي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور د امریکا غږ ته ویلي چې وروسته له پنځه ورځو به دا بانک د افغانیو هغه بانک نوټونه چې پرې رنګ اچول شوی وي، د وینو په څاڅکو ککړ وي او یا په قصدي ډول سوري شوي وي وانخلي.

خو ښاغلی عاشور وایي چې دا بانک به د پخوا په څیر د افغانیو د هغه بانک نوټونو اخیستلو ته دوام ورکړي چې د چلښت پر وخت زړیږي او یا مندرس کیږي، او همداشان که د چا نوم او یا لنډ لیک پرې لیکل شوی وي.

د افغانستان بانک ویاند وویل چې د دغسې بانک نوټونو د اخیستلو لپاره کومه زمانې نیټه نه ده ټاکل شوې او خلک هر وخت کولی شي خپل زاړه او مندرس بانک نوټونه بدل کړي.

خو ښاغلي عاشور وویل چې د افغانستان بانک د نامناسبو بانک نوټونو د ټولولو لپاره یوه زمانې موده ټاکلې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

ښاغلي عاشور د نامناسبو بانک نوټونو په اړه وویل "نامناسب بانک نوټونه هغه بانک نوټونه دي، چې که بانک نوټ نوی هم وي، خو پر مخ یې رنګ اچول شوی وي، په غوړو لاسونو نیول شوی وي او غوړ شوی وي، د وینو څاڅکي پرې پریوتې وي، یا هم پرمخ یې لاسلیک شوی وي، مهر پرې لګیدلی وي، نقاشي شوی وي، یا هم په عمدي توګه په کې پرله پسې سورې شوي وي، یا هم په مارکر او پنډو قلمونو لیک پرې شوی و - دغو بانک نوټونو ته مونږ نامناسب بانک نوټونه وایو چې د چلښت موده یې د اسد د میاشتې تر وروستۍ ورځې پورې ده".

د افغانستان بانک دغه چارواکی وایي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې دغه بانک یو ملیارد او پنځوس میلیونو افغانیو په ارزښت دغسې بانک نوټونه په ټول هیواد کې راټول کړي دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دغه بانک د هر بانک نوټ په چاپولو دوه افغانۍ او اتیا پوله په مصرف رسوي، چې د پیسو ناسم استعمال او له وخت وړاندې له چلښت څخه د بانک نوټونو ایستل د افغانستان په څیر د یو غریب هیواد اقتصاد ته ستر تاوان دی.

که څه هم په تیرو اولس کلونو کې په افغانستان کې بانکي سیستم وده کړې، خو لا هم په دغه هیواد کې معولأ راکړه ورکړه په نغدو پیسو کیږي.

د اقتصادي چارو یو شمیر افغان کارپوهان په دې باور دي چې د نغدو پیسو راکړه ورکړه د افغانۍ بانک نوټونو په ژر زړیدو کې مهه ونډه لري. دا کارپوهان دا ګڼي چې د الکټرونیکي راکړې ورکړې رواجیدل به په بازار کې د نغدو افغانیو راکړه ورکړه کمه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي په دې باور دی چې د افغانۍ د چاپ پر وخت د کاغذ بڼه هم د پیسو د عمر په اوږدیدو کې مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG