د لاس رسي وړ اتصالات

پارلمان د ۱۴۰۰ کال څه باندې ۴۷۳ میلیارد افغانۍ بودجه تائید کړه


د ۱۴۰۰مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳میل ارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي
د ۱۴۰۰مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳میل ارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې درېیمه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د افغانستان د ۱۴۰۰مالي کال بودجه ۴۷۳ میلیارد او ۴۱ میلیون افغانۍ ده.

یاده طرحه په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوه ځله د ولسي جرګې لخوا رد شوې وه. په دغې بودجې کې د ښوونکو د معاشونو د لوړوالي مسئله شامله ده.

خو ولسي جرګې نن دوشنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د یادې جرګې د بودجوي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته د رایو په اکثریت سره تائید کړه.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د بودجې په اړه د ځانګړي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته وویل: "د ځانګړي کمېسیون د راپور متن ته په توجه، هغه وکیلان صاحبان چې بودجه په ټوله کې تائیدوي زرغون او مخالف دي سور کارټ پورته کړي... د درې سرو کارټونو په استثنا تصویب شوله."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د ۱۴۰۰ کال بودجې د درېیمې مسودې د تائید په خاطر له ولسي جرګې څخه مننه کړې.

ارګ وايي ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه کړې او په وینا یې هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبللې ده.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳ میلیارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د یادې بودجې طرحه پر داسې مهال د ولسي جرګې لخوا تائید شوه چې د نوي ۱۴۰۰ مالي کال شااوخوا درې میاشتې تیرې شوي دي.

د ښوونکو او ټيټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو د لوړولو ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې هغه څه و چې له امله یې د بودجې طرحه دوه ځله رد شوې وه. خو د افغانستان د مالیې وزارت تیره اونۍ وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې به د ښوونکو معاشات ۲۰۰۰ افغانۍ زیات شي.

XS
SM
MD
LG