د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ملي بودیجې تشه لري



اجمل عبدالرحیمزی " که د بودیجې کسر د بودیجې له مجموعي مقدار سره مقایسه کړو، ډېره کمه فیصدي ده."
اجمل عبدالرحیمزی " که د بودیجې کسر د بودیجې له مجموعي مقدار سره مقایسه کړو، ډېره کمه فیصدي ده."

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ۱۳۹۴ لمریز کال په ملي بودیجه کې دا کسر ددې کال د بودیجې څلور په سلو کې جوړوي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د مالیې وزارت د ملي بودیجې دغه کسر ته اندېښنه نه لري، ځکه د ملي بودیجه دا کسر جبرانولی شي.

ښاغلی عبدالرحیمزی د بودیجې د کسر جبران دا ښيي، چې هر کال د افغانستان بودیجوي واحدونه نه توانیږي، چې خپله بشپړه بودیجه مصرف کړي، نو ښايي سږ کال هم سل په سلو کې بودیجه و نه لګول شي.

اجمل عبدالرحیمزی وايي" که د بودیجې کسر د بودیجې له مجموعي مبلغ سره مقایسه کړو، ډېره کمه فیصدي ده."

د ۱۳۹۴ لمریز کال په لومړیو دوو ربعو کې تراوسه ملي بودیجه په منځنۍ کچه شپږ دېرش په سلو کې مصرف شوې ده، چې د عادي بودیجې دوه څلوېښت فیصده او د پرمختیايي بودیجې اووه ویشت په سلو کې تراوسه لګېدلې ده.

د ۱۳۹۴ کال ملي بودیجه ۴۳۶.۱ میلیارده افغانۍ تخمین شوې، ۲۸۳.۱ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۵۲ ملیارده افغانۍ انکشافي بودیجه ده.

د پارلمان غبرګون

خو د مالیې وزارت له لورې په ملي بودیجه کې د لسو میلیاردو افغانیو کسر پارلمان اندېښمن کړی دی.

د پارلمان ماليي او د بودیجې کمیسیون وايي، د سږ کال د بودیجې لپاره دوی له وړاندې د څلورو میلیاردو افغانیو د کسر وړاندوینه کړې وه، خو دا چې د کال په دوو ربعو کې حکومت د لس میلیارده افغانیو له کسر سره مخ کیږي، د اندېښنې خبره ده.

د ولسي جرګې د ماليي او بودیجې د کمیسیون غړی محمد اکبر ستانکزی وايي، ددغه کسر عمده لامل د هغو ادارو رامنځته کول دي، چې پخوا نه وې.

ښاغلی ستانکزی یو عمده علت د اجرائيه ریاست ګڼي، چې ددې بودیجې د کسر لامل شوی دی.

ښاغلي ستانکزي وویل "د بودیجې دا کسر دوه عمده دلایله لري، یو د عوایدو نه راټولول دي، بل دا چې دا نوې ادارې چې ایجاد شوي ددغو ادارو معاشات دي، لکه اجرائیه ریاست، د جمهور رئیس فوق العاده استازي، او ځینې مشاورین."

afghan dificit
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي لا تر لسو ملیاردو افغانیو هم د زیات کسر وړاندوینه کوي.

اذرخش حافظي وايي" کوم وخت چې بودیجه تصویبیده، هغه وخت افغانۍ ښه وه، اوس افغانۍ لوېدلې، نو دا کسر کېدای شي، چې تر پنځلسو ملیاردو افغانیو ورسیږي."

خو بل لورته د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، لا هم افغان حکومت تر اوسه نه توانیږي، چې ان خپله عادي بودیجه له خپلو عواید پوره کړي.

د افغانستان د ملي بودیجې زیاته برخه بهرنۍ مرستې هم تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG