د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او کاناډا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبه د باران له کبله ونشوه

افغانستان په ګروپي لوبو کې دوې وګټلې
افغانستان په ګروپي لوبو کې دوې وګټلې

د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان او کاناډا لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه او هرې لوبډلې ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.

افغانستان به اوس د را روانې جمعې په ورځ (جنوري۳۱) له پاکستان سره د کوارټرفاینل لوبه کوي.

افغانستان په خپل ډي ګروپ (D group) کې د پنځو نومرو په اخیستلو سره خپل لومړۍ مقام وساته او ورپسې کوربه هېواد جنوبي افریقا ده چې د ګروپ په درجه بندۍ کې ۲ نمرې لري.

د کرکټ په نړیوال جام کې تر دې دمه یواځې د ویسټ انډیز لوبډله ۶ نمرې لري چې په دې ډول افغانستان د ټول جام د ګروپي لوبو په درجه بندۍ کې دویم دی.

افغانستان په خپلو تېرو دوو لوبو کې جنوبي افریقا او متحده عربو اماراتو ته ماتې ورکړې وه او په دې سره د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته وتلی دی.

د کرکټ په نړیوال جام کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبیږي چې اته یې له سیالیو وتلي او پاتې اتو یې بل پړاو ته لاره موندلې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG