د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بانک وايي ستونزې وې خو ۹۵ کال ښه مالي کال و


د افغانستان بانک رئیس په کابل کې خبریالانو ته وویل د ۱۳۹۵ماليي کال لپاره یې خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کړي دي.
د افغانستان بانک رئیس په کابل کې خبریالانو ته وویل د ۱۳۹۵ماليي کال لپاره یې خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کړي دي.

د افغانستان بانک وايي، سره له دې چې ۱۳۹۵ لمریز ماليي کال له سختو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ وو او ستونزې پکې دوه چنده وي، خو بیا هم په ماليي لحاظ دغه بانک ته له لاسته راوړنو ډک کال وو.

د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق په کابل کې خبریالانو ته وویل د ۱۳۹۵ لمریز ماليي کال لپاره یې خپل ټاکلي ماليي او پولي اهداف نه یوازې دا چې ترلاسه کړي بلکې د توقع په خلاف یې له هغې لا ډېر څه هم ترلاسه کړي دي.

د افغانستان بانک رئیس وویل د ۱۳۹۵ ماليي کال لپاره په پام کې وه، چې د افغانستان بانک پنځوس ملیونه امریکايي ډالر په ذخایروي اسعارو کې زیات کړي، خو تر دې پلان شوي څو چنده زیات اسعار ذخیره شوي دي.

خلیل صدیق وویل "خوشبختانه په ۹۵ ماليي کال کې څلور سوه ملیونه امریکايي ډالر زمونږ په ذخیروي اسعارو کې زیات شو، که څه هم د افغانیو د خرڅلاوو او لیلام کچه کمه وه بیا هم ۴۰۰ ملیونه ډالره زیاتول یوه لاسته راوړنه ده".

د افغانستان بانک وايي، شپږ ملیارده او نهه سوه ملیونه ډالر خالص او اووه ملیارده او ۳۰۰ ملیونه ډالر ناخالص د اسعارو ذخیره لري.

د افغانستان بانک مشر پدې خبري ناسته کې وویل چې په ۱۳۹۵ ماليي کال کې د پيسو د انفلاسیون کچه څلور اشاریه شپږ فیصده وه او د افغانستان شرایطو ته په کتو د منلو وړ ده.

هغه وویل تېر کال د پیسو پړسوب منفي وو.

د افغانستان بانک مشر وویل راتلوونکي کال لپاره هم همدا اټکلونه دي، چې د پیسو پړسوب به څلور اشاریه شپږ فیصده وي.

د افغانستان بانک مشر وايي، د ۹۵ ماليي کال په اوږدو کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې ښې تبادله کېدې او دوه فیصده ارزښت یې د ډالرو په وړاندې ښه شوی وو، هغه وویل "پداسې حال کې چې په ۱۳۹۴ میلادي کال کې افغانیو ۱۷ فیصده د بهرنیو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو".

د افغانستان بانک مشر دا هم وویل چې ۹۵ ماليي کال د پیسو اساس چې ورته لس په سلو کې اټکل شوی وو تر هغې ټیټ او په ښه وضعیت کې دی.

د افغانستان بانک وايي، په ۱۳۹۵ لمریز ماليي کال کې اقتصادي رشد درې فیصده وو او راتلوونکي کال ته درې یا څلور فیصده اټکل کیږي.

د افغانستان بانک وايي، په همدې کال کې د صادراتو حجم په لومړیو درېیو ربعو کې ۷۸۰ ملیونه ډالره وو خو صادرات بیا پنځه اشاریه څلور ملیارده چې د سوداګرۍ د بیلانس کسر خورا زیات دی.

د افغانستان بانک تمه ښيي، چې راتلوونکی ماليي کال به تر دې میلادي کال خورا زیات ښه وي او د زیاتې خصوصي پانګونې د جلب خبره کوي.

XS
SM
MD
LG