د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ولسي جرګه قرنطین شوه


د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه چې د مشرانو جرګې د رخصتیدو او قرنطین کیدو وروسته يې کار ته دوام ورکاوه، بالاخره د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوایي ۱۰) پریکړه وکړه چې د دوو اونیو لپاره خپلې عمومي غونډې او خپل دایمي کمیسیونونه تعلیق کړي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني چې په تیرو څو اونیو کې یې د جرګې د تعطیل کیدو لپاره هڅو نتیجه نه وه ورکړې د چهارشنبې په ورځ یې کروناویروس " یوه آسماني بلا " وګڼله د ولسي جرګې دوه اونۍ قرنطین موضوع یې په اجندا کې د غړو رای ګیرۍ ته وړاندې کړه.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ۲۵۰ غړو څځه یواځې ۶۵ غړو حضور درلود خو د ولسي جرګې رئیس وویل چې پدې هکله د پریکړې لپاره بشپړه نصاب ته اړتیا نشته او د حاضرو وکیلانو د اکثریت د رای په اساس پریکړه کیږي.

له دې دمخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د ملي شورا د قرنطین کیدو غوښتنه کړې وه. خو یو شمیر وکیلان ددې کار مخالف وو او استدلال یې کاوه چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید ولسي جرګه د خلکو تر څنګ وي او رخصتي ونکړي.

حتي تر قرنطین کیدو دمخه ولسي جرګې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر خپلې عمومي غونډې کمې کړې وې او یواځې په اونۍ کې یو ځل غونډه کوله.

کروناویروس چې لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او بیا له هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور شو، د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمیرو له مخې تر نن چهارشنبې د اپریل تر ۲۹ پورې ۱۹۳۹ تنه په کروناویروس اخته شوي او تر دې دمه ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون خپرې کړي د چهارشنبې د ورځې اپریل ۲۹ تر سهاره په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر څه دپاسه درې میلیونه او ۱۴۲ زرو تنو ته رسیدلی او نژدې ۲۱۹ زره کسان پدې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG