د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان او ایران سره دروزاې تړي 


د کرونا وریوس له کبله په پاکستان کې زرګونه کسان مړه شوي
د کرونا وریوس له کبله په پاکستان کې زرګونه کسان مړه شوي

پاکستان د کروناویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره د مسافرو پرمخ دروازې تړي.

پاکستاني وايي چې له ایران او افغانستان سره به یې دروازې د مۍ میاشتې له پنځمې څخه تر شلمې نېټې پورې د مسافرو پر مخ تړلې وي.

د پاکستان د کروناویروس سره د مبارزې ملي ادارې په یو بیان کې ویلي چې په دې موده کې یوازې پاکستانیان خپل هېواد ته ستنېدلی شي.

پاکستاني مقاماتو دا هم ویلي چې له افغانستان او ایران سره به ترانزیتي او سوداګریزې چارې د پخوا په څیر دوام ولري.

افغانستان او کروناویروس

د افغانستان ولسي جرګې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ختیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د کروناویروس د مثبتو پېښو په زیاتوالي جدي اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د کنټرولو لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي.

د دغې جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېسیون له بهرنیو هېوادونو سره د مسافرو په تګ راتګ د بندیز لګولو غوښتنه کړې چې د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د جدي ګواښ خبر ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هغه کسان چې د ځمکې له لارې افغانستان ته دننه کېږي په لومړي ګام کې یې د کروناویروس بیړنی یا رپډ ټیسټ کېږي او که چیرې ورباندې د کروناویروس شک وشي روغتون ته انتقالېږي.

د کروناویروس د مخنیوي لپاره د بندیزونو دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۶۶ تازه مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی چې تر ټولو زیاتې یې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې پنځه کسان د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي چې ورسره په دغه ویروس د ټولو اخته شويو کسانو شمېر ۶۰زره ۲۸۸ ته او د مړو شویو شمېر ۲۶۴۲ ته پورته شوی دی.

XS
SM
MD
LG