د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبډله بنګلدېش ته ورسېده


افغان لوبغاړي بنګلدېش ته ورسېدل
افغان لوبغاړي بنګلدېش ته ورسېدل

افغان کرکټ لوبډله د دریو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره بنګلدېش ته ولاړه.

اعلان شوې لوبډله:

اعلان شوې لوبډله:

اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي

نوروز منګل، شبیر نوري

رحمت شاه، نجیب ځدراڼ

محمد نبي، حشمت شهیدي

سمیع الله شینواري، کریم جنت

میرویس اشرف، راشد ارمان

حمزه هوتک، نوین الحق

فرید ملک او دولت ځدراڼ

افسر ځاځی، احسان جنت او آفتاب علم احتیاطي لوبغاړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره لوبډله هم اعلان کړه، چې ځیني نوي لوبغاړي، احسان جنت، کریم جنت، او نوین الحق هم په کې شامل دي.​

احسان جنت، چې په ښی لاس بېټينګ کوي، د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې کپټان و، کریم جنت هم ښي لاسی توپوهنکی دی خو نوین الحق بیا تیز بالر توپ اچونکی دی.​

افغانستان په لومړي ځل له بنګلدېش سره د دریو ورځو سیالیو لړۍ- سیریز- کوي، چې لومړنۍ لوبه یې د یکشنبې ، دویمه یې د چهارشنبې او درېیمه لوبه یې د اکتوبر په لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ ده.

افغانستان او بنګلدېش تر دې دمه دوه نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي دي، چې یوه یې افغانستان او بله یې بنګلدېش ګټلې ده. افغانستان تر دې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا له یو بل بشپړ غړي زمبابوې سره د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو دوه سیریزونه کړي چې دواړه یې ګټلي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګلدېش سره سیالیو لپاره په هند کې شاوخوا دوو اونۍ تمرینات او له سیمه ییزو لوبډلو سره تمریناتي لوبې وکړې.

اصغر ستانکزي، محمدشهزاد محمدي او رحمت شاه چې اوس په لوبډلې کې دي، په تمریناتي لوبو کې نه وو، دوی حج ته تللي وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG