د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کرکټ‌ کې ویسټ انډیز ته حیرانوونکې ماتې ورکړه


افغانستان له ویسټ انډیز سره په لومړنۍ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د منډو کولو پرېکړه وکړه. دا لوبه په ویسټ‌ انډیز کې وشوه.

افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ‌ انډیز ته د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه خو ویسټ انډیز دا هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۱۴۹ منډو وسوځېدله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په یوې ورځې نړیوالې سیالۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکوي. تر دې مخکې یې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې یې هم مات کړی و.

د یکشنبې په لوبه کې د ویسټ‌ انډیز د لوبډلې ملا په اصل کې ځوان لوبغاړي راشد خان ماته کړه. ده په مهم وخت کې د ویسټ انډیز مهم اووه لوبغاړي‌ وسوځول چې پنځه یې یو په بل پسې وو. د راشد خان ښې لوبې د افغانستان بری یقیني کړ.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی هم شو. په نورو افغان توپ اچوونکو کې دولت ځدراڼ دوه او ګلبدین نایب یو لوبغاړي‌ وسوځول.

دا لومړی ځل و چې راشد خان د کرکټ‌ د نړیوالې د کوم بشپړ غړي‌ او ویسټ انډیز په خلاف یوې لوبې کې اووه لوبغاړي سوځوي او په نهو اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکوي.

راشد خان په مهم وخت کې د ویسټ‌ انډیز مهم پنځه لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول
راشد خان په مهم وخت کې د ویسټ‌ انډیز مهم پنځه لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول

​په افغان منډه جوړونکو کې جاوید احمدي تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې. له جاوید احمدي ورسته ګلبدین نایب په وروستیو اورونو کې په ۲۸توپونو ۴۱ چمټکې منډې وکړې او هدف یې تر ۲۰۰ ورپورته کړ او له محمد نبي سره تر پایه ونه سوځېده.

محمد نبي ۲۷، سمیع الله شینواری ۲۲، رحمت شاه ۱۷، افسر ځاځی ۱۳، نور علي پنځه او کپټان اصغر ستانکزي ۲ منډې وکړې.

لوبڅار ځینې ناسمې پرېکړې هم وکړې، توپ د سمیع الله شینواري‌ په اوږه ولګېده او شاته ولاړ لوبغاړي کیچ کړ او لوبڅار هم پرېکړه وکړه چې سمیع سوځېدلی.

ویسټ انډیز څلور تیز او دوه ورو توپ‌ اچونکي درلودل. ټولو یې ښه او منظم باولینګ وکړ، خو د ویسټ‌ انډیز منډه جوړونکو د خپلو بالرانو ملا ونشوه تړلې.

د افغانستان او ویسټ انډیز دویمه یوه ورځنۍ لوبه د ویسټ‌ انډیز په وخت د یکشنبې ( جون۱۱) ماسپښین په دوو بجو ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG