د لاس رسي وړ اتصالات

مشعل:امید دی چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب واخلو


افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا ته عریضه سپارلې چې د ټست درجه او دغې شورا بشپړ غړیتوب ورکړي.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل دوی د نړیوالې شورا ټول شرایط چې د یوې مسلکې ادارې، تشکیل، اساسنامې، کورنی کرکټ، میدانونه او ځینې نورو مهمو مسایلو لرل دي، پوره کړي دي.

ښاغلي مشعل وویل د بشپړ غړیتوب د اخیستو لپاره د ښځو د کرکټ د لوبډلې لرل هم شرط دی، چې د افغانستان اوسنیو حالاتو، دود او کلتور ته په کتو یې له نړیوالې شورا غوښتي چې افغانستان دې په دغه برخه کې متثنی کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د کرکټ نړیواله شورا به د افغانستان وروستیو پرمختګونو او لاس ته راوړنو ته په کتو د افغانستان په ګټه پرېکړه کوي او بشپړ غړیتوب به ورکوي.

که افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو، بودیجه به یې زیاتیږي د لسو غوره لوبډلو سره به یې د لوبو امکانات او د پرمختګ ډېرې نورې زمینې به هم ورته برابرې شي.

ښاغلي مشعل همدغه راز د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ په روانو سیالیو باندې هم خبرې وکړې. ده وویل چې افغان لوبډلې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې تر دې لا ښه لوبه کولې شوه، خو هیله یې وښوده چې د یوې ورځنیو لوبو لړۍ به افغانستان ګټي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د کپټن او یا بل لوبغاړي لېرې کول او یا راوستل د هغه دنده نه ده، خو که کومه تخنیکي تېروتنه شوې وې حق لري چې د لوبډلې روزونکی وپوښتي.

هغه وویل اوس په دې باندې کار کوي چې د افغانستان د ملي لوبډلې د هر لوبغاړي حد اقل درې ځای ناستي لوبغاړي پیدا او تر ځانګړو روزنو لاندې یې ونیسي.

ښاغلي مشعل له جعفر هاند سره په مرکې کې په ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې دي. مرکه یې دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG