د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند او زابل کې د کرکټ میدانونه جوړیږي


د مخدره موادو ضد وزارت وايي ورزش له نشه يي توکو څخه ځوانان رااړوي.
د مخدره موادو ضد وزارت وايي ورزش له نشه يي توکو څخه ځوانان رااړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ او د مخدرو موادو ضد وزارت یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس به یې هلمند او زابل کې د کرکټ نوي میدانونه جوړیږي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د دغه هیواد له کرکټ بورډ سره د ۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت په هلمند او زابل ولایتونو کې د کرکټ د دوو لوبغالو د جوړولو تړون لاسلیک کړ او دغه راز اعلان یې وکړ، چې د ۲۵ میلیونو افغانیو په ارزښت به د رسنیو له لارې د مخدره موادو د زیانونو په اړه اعلانونه خپاره کړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه وزارت په پام کې لري، چې پر مخدره موادو د ځوانانو د اخته کیدو د مخنیوي او د کوکنارو د کر د کچې راټیټولو لپاره په دغه هیواد کې نورې ورته پروژې هم عملي کړي.

د آغلې عظیمي پر وینا د دغو پروژو په عملي کیدو سره به ځوانانو ته د کار او مثبتې بوختیا زمینه برابره شي.

هغې وویل "په ناامنو سیمو کې اکثره مخدره مواد د دولت وسله‌وال مخالفین کري، خو د افغانستان دولت تصمیم لري، چې پر مخدره موادو د ځوانانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره او د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره په هغو ولایتونو کې چې امنیت په کې دی او که ناامنه دي، خلکو ته بعضې عام‌المنفعه پروژې جوړې کړي."

آغلې عظیمي زیاته کړه، چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په ناامنو سیمو کې پر مخدره موادو د ځوانانو د اخته کیدو شمیره مخ په زیاتیدو ده.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان ۱.۴ میلیونه افغانان پر مخدره موادو اخته دي او ۱.۶ میلیونه نور له مخدره موادو څخه اغیزمن دي، چې اکثره یې ځوانان دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل وايي، د دغو کرکټ لوبغالو د جوړولو کار به له کوچني اختر وروسته پیل او تر راتلونکي یو کال پورې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عاطف مشعل پر وینا، د دغو لوبغالو په جوړولو سره به لسګونه ځوانان ورزش په ځانګړې توګه کرکټ ته مخه کړي.

هغه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې له وزارت سره د لاسلیک شوي تړون جزئیاتو ته په اشارې وویل "محترم وزارت به تر خپلو امکاناتو پورې له موږ سره د میدانونو او اکاډمیانو په جوړولو کې مرسته کوي، دا به نه یوازې له کرکټ سره کمک وي، بلکې ځوانان به مو ورزش او مثبتې بوختیا ته رابللي وي، دویم دوی به بین‌المللي کمک‌کوونکي هڅوي، چې د افغانستان له کرکټ سره په مختلفو برخو کې کار وکړي، ځکه چې کرکټ اوس یوازینی ورزش دی، چې اکثره خلک یې په افغانستان کې کوي."

د ورزش او ټولنیزو چارو کارپوهان وايي د ورزشي لوبغالو جوړول ځوانانو ته زمینه برابروي، چې خپله انرژي په مثبتو لارو مصرفه کړي او د هغو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي، چې د انسان صحت ته زیان رسوي.

د ورزش د چارو کارپوه او مبصر ابراهیم مومند امریکا غږ ته وویل "دا به نه یواځې د کرکټ لوبې د ودې لپاره، بلکې په دغو دواړو ولایتونو کې د ځوانانو له نشه‌يي توکو سره او له نورو ناوړو کارونو څخه ورزش ته د دوی په جذبولو کې ډیر زیات ګټور ثابت شي."

ښاغلي مومند زیاته کړه، که څه هم په افغانستان کې په مختلفو برخو کې زیاته پانګونه شوې خو د ورزش په برخه کې په تیره بیا په جګړه ځپلو سیمو ته د ورزش په برخه کې چندانې د پام وړ کار نه دی شوی.

هغه ټینګار وکړ، که حکومت په جګړه ځپلو ولایتونو کې یواځې د ورزشي لوبغالو پر جوړولو او د ځوانانو لپاره د یو مثبت چاپیریال پر برابرولو پانګونه وکړي نو دا کار به د امنیت په ټینګښت او د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې مثبت رول ولوبوي.

له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ځانګړې ادارې د شمیرو له مخې، د نړۍ له اویا فیصدو څخه مخدره مواد په افغانستان کې تولید کیږي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د دغه هیواد پر ۲۰۱ زره هکتار ځمکو کې د کوکنارو کر شوی وو، چې نږدې نیمايي برخه یې یوازې په جنوبي ولایت هلمند کې کرل شوې وه.

XS
SM
MD
LG