د لاس رسي وړ اتصالات

"شهزاد وبخښئ، شهزاد افغانان خوشحالوي"


محمد شهزاد لومړنې افغان لوبغاړی دی چې د دغې پیښې سره مخامخ شوی.
محمد شهزاد لومړنې افغان لوبغاړی دی چې د دغې پیښې سره مخامخ شوی.

د افغان کرکټ مینه والو د کرکټ د نړیوالې شورا ( آی سي سي ) لخوا په شهزاد د بندیز د نرمولو او د هغه د بخښلو په هدف کمپاین شروع کړیدی.

آی سي سي شهزاد د منع کړل شوو درملو د خوړو له کبله د لوبو نه بند کړیدی. شهزاد وایي چې هغه دا کار اشتباها کړیدی. لا د کرکټ نړیوالې شورا په هغه د بندیز موده نه ده اعلان کړې خو د دی ډول سرغړونې سزا د شپږو میاشتو نه واخله تر شاوخوا دوو کلونو پورې ده.

اوس د شهزاد او افغانستان د کرکټ مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاین پیل کړیدی چې یا دی شهزاد وبخښل شي او یا دې پرې د بندیز موده کمه کړل شي.

دغه کمپاین په ټویټر د خبریال جعفر هاند د هغې ټویټ نه وروسته شروع شو چې هغه پکې د آی سي سي نه وغوښتل په شهزاد دی لگیدلی بندیز نرم کړې.

په یو څو دقیقو کې په ټویټر په لسگونو کسانو دغه غوښتنه تکرار کړه او یواځې په یو څو ساعتونو کې دغه د ټویټر په اصطلاح ټرینډ جوړ شو.

هم دغه شان د کرکټ مینه والو چې یې زیاتره افغانان دې په فیس بک باندې هم په دی هکله کمپاین شروع کړ او د آی سي سي د فیس بک په پاڼه یې د شهزاد د سزا د ختمولو غوښتنه وکړه.

ټولنیزې رسنۍ چې د هرډول کمپاین لپاره یو اغیزناک چوکاټ گڼل کیږي، د کرکټ مینه وال یې هم د شهزاد د بخښنې لپاره کاروي او دا کمپاین لا هم روان دی. خو آی سي سي تراوسه د دغې کمپاین په هکله غبرگون ندی ښودلی.

د شهزاد مینه والو د آي سي سي په رسمي فیس بک باندې هم خپل پیغامونه خپاره کړل
د شهزاد مینه والو د آي سي سي په رسمي فیس بک باندې هم خپل پیغامونه خپاره کړل

د افغان بیټسمین محمد شهزاد لپاره دغه کمپاین یواځې د افغانانو پورې محدوده پاتې نشو خو نړیوالو رسنیو پری هم رپورټونه جوړ کړل.

د افغانستان کرکټ ټیم د سه شنبې په ورځ د لارډز په تاریخې لوبغالې کې د ایم سي سي د لوبډلې سره لوبه کوي.

د شهزاد کمپاین کونکو په ټولنیزو رسنیو لیکلي دي چې هغوې به په لارډز کې هم په لوحو او بینرو د بخښنې غوښتنه آی سي سي ته ورسوې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG