د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي: په بګ بش کې لوبه کول د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی


محمد نبي د بګ بش سیالیو په یوې لوبې کې په ۳۰ توپونو ۵۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو
محمد نبي د بګ بش سیالیو په یوې لوبې کې په ۳۰ توپونو ۵۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي‌ لوبډلې مشهور لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وايي د بګ بش په سیالیو لوبه کول او ښه ځلېدل د هغه او ټول افغانستان لپاره افتخار دی.

محمد نبي له امریکا غږ اشنا سره په یوې ځانګړې مرکې کې د اسټرالیا په تجارتي سیالیو کې د خپلو لوبو او نویو تجربو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل "بګ بش ورته بیخي نوې تجربه وه او بیخي‌ یوه نوې تجربه یې په کې زده کړه داسې چې د روزنې په وخت کې روزنه او د لوبې په وخت کې لوبه وي او له دې پرته له لوبغاړو سره د کپټان، روزونکو او نورو چارواکو کار نه وي، چې په دغه کار سره لوبغاړو ته د ښه او ازاد فکر کولو وخت ورکول کیږي چې بیا میدان ته په ښه او ارام فکر سره ننوځي". هغه وویل د هند په آی پي ال او نورو لیګونو کې داسې نه وو.

محمد نبي وویل چې له بګ بش سیالیو څخه به افغانستان او افغان لوبغاړو ته خپلې نوې تجربې انتقالوي. نبي د افغانستان د ملي لوبډلې د را روانو سیالیو په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل چې له زمبابوې سره را روان سیریز او په زمبابوې کې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ به سختې وي خو افغانستان به په کې بریالی کیږي. محمد نبي هیله وښوده چې افغانستان به نړیوال جام ته وځي.

هغه پر شهزاد محمدي د بندیز ختمېدل یو ښه خبر وګڼه او وویل چې د هغه په بېرته راتګ سره به د لوبډلې توازن برابر شي. محمد نبي‌ وویل پر شهزاد بندیز د ټولو لوبغاړو لپاره یو ښه درس و. د افغانستان د ملي لوبډلې دغه مشهور لوبغاړي د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د ویسټ انډیز د مخکني روزونکي فیلیپ سیمنز ګمارنه پر ځای او مهم ګام وباله.

هغه وویل چې د سیمنز تر څار لاندې یې لوبه کړې او هیله مند دی چې د هغه په راتګ سره به د افغانستان ملي لوبډلې کې مثبت تغیرات هم راشي. محمد نبي تېرکال د هند په تجارتي سیالیو، آی پي ال، کې هم ولوبېده. د دغو سیالیو د لوبغاړو بولي په را روانو څو اونیو کې پیلیږي.

محمد نبي هیله وښوده چې سږکال د هغه او راشد خان په ګډون د افغانستان ځینې نور لوبغاړي هم آی پي ال ته لاره وکړي. محمد نبي به د جنورۍ د میاشتې په ۱۳ نېټه د اسټرالیا له بګ بش څخه اماراتو ته ځي چې د ملي لوبډلې په تمریناتو کې برخه واخلي.

له محمد نبي سره پوره مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:45 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG