د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه


بنګله دېش نړیوال اتل شو
بنګله دېش نړیوال اتل شو

بنګله دېش په لومړي ځل د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه.

د یکشنبې په ورځ (فبروري۹) هند د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې بنګله دېش ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

د هند ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې وسوځېدله. وروسته باران وشو او لوبه ۴۶ اورونو ته کمه شوه او هدف هم ۱۷۰ وټاکل شو.

د بنګله دېش دا هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳ اورونو کې پوره او په لومړي ځل یې نړیوال جام وګاټه.

د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۸۸ جایسوال وکړې. ده په سیمي‌ فاینل کې د پاکستان خلاف سلیزه کړې وه.

دا دیارلسم ځل دی چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوالې سیالۍ کیږي. هند تر نورو زیات څلور وارې، آسترالیا درې او پاکستان دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلي دي.

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په نړیوال جام کې اوم مقام وګاټه.

XS
SM
MD
LG