د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیمي فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام په سیمي فاینل کې نن سه شنبه ( فبرورۍ ۴) د هند کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.

لومړی د پاکستان لوبډلې لوبه پیل کړه چې په ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۲ منډې وکړې.

د پاکستان کپټان نظیر ۶۲، حیدر علي ۵۶ او محمد حارث ۲۱ منډې وکړې.

خو هند دا هدف په ډيرې اسانۍ سره پوره، او پاکستان ته یې لویه ماتې ورکړه.

د هند اوپنرانو د ۱۵۰ زیاته ملګرتیا وکړه او دا په روان نړیوال جام کې تر ټولو زیات اوږد پارترنشیپ دی.

د هند او پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړي
د هند او پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړي

د هند لپاره جیسوال ۱۰۵ منډې وکړي او تر پای و نه سوځید، همدا شان بل لوبغاړي سکسینا ۵۹ منډې وکړي.

بله نیمه پای لوبه د بنګلدیش او نیوزیلند ترمنځ د فبرورۍ په شپږمه نیټه کیږي چې بریالۍ کیدونکې لوبډله به په پای لوبه کې هند سره ولوبیږي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۹ کلنو کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان په خپل ګروپ کې دوه لوبې ګټلې وې او له کاناډا سره لوبه د باران له کبله ځنډیلې وه،خو پاکستان په کواټر فاینل کې مات کړ، افغانستان او سویلي افریقا به د اوم مقام ګټلو لپاره سبا (فبرورۍ ۵) لوبه وکړي.

د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام د ۱۶ هیوادونو ترمنځ په سویلي افریقا کې د جنورۍ په ۱۷ نیټه پیل شوی چې د فبرورۍ تر ۹ نیټې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG