د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ نوی اجرایي رئیس وټاکل شو


حامد شینواری د افغانستان د کرکټ‌ بورډ نوی اجرايي رئیس
حامد شینواری د افغانستان د کرکټ‌ بورډ نوی اجرايي رئیس

د افغانستان کرکټ بورډ وايي حامد شینواری یې د دغې ادارې د نوي‌ اجرايي رئیس په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی شینواری نن دوشنبه اپریل ۲۶ (غويي۶) د کرکټ‌ بورډ چارواکو او کارکوونکو ته معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

مخکني اجرايي رئیس رحمت الله قریشي په خپله خوښه استعفا کړې ده او د استعفا دلایل یې روښانه شوي نه دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وايي: «نوی اجراییه رئیس ډاکټر حامد شینواری د روغتیایي پالیسۍ د مدیریت برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په ګڼو نورو ملي او نړیوالو ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي.»

ښاغلي شینواري ژمنه وکړه چې د افغانستان د کرکټ‌ د لا پرمختګ لپاره به لازم کارونه وکړي.

دا د ۲۰۱۹ راپدیخوا پنځم اجرايي رئیس دی چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې دنده ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG