د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د غوره لیګ سیالۍ د نندارچیانو پرته پیل شوې


د هند د غوره لیګ سیالۍ د نندارچیانو پرته د چنای په ښار کې پیل شوې.
د هند د غوره لیګ سیالۍ د نندارچیانو پرته د چنای په ښار کې پیل شوې.

په هند کې د کرکټ تجارتی سیالۍ، آی پي ایل نن د جمعې په ورځ اپریل ۹ (وري۲۰) د مومبۍ او بنګلور د لوبډلو تر منځ پیل شوې.

دا لوبه د ټامل ناډو ایالت په مرکزي ښار چنای کې د نندارچیانو د موجودیت پرته کیږي.

په اولې لوبې کې د بنګلور ټیم ممبۍ ته ماتې ورکړه.

د تیر پړاو په څیر سږ کال هم پدې سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري.

د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا چې د هند غوره لیګ سیالۍ پیل شوي، دا دویم ځل دی چې دا لوبې پداسې وخت کې کیږي چې د کرونا ویروس د خپریدو له وجې لا هم په یو شمیر هیوادونو کې نندارچیان د لوبې د لیدو لپاره اجازه نلري.

دا سیالۍ تیر کال هم د کرونا د وبا له کله وځنډیدې او بیا وروسته د هند پر ځای په عربي متحده اماراتو کې وشوې.

د مومبۍ انډینز لوبډلې پنځه ځلې د هند د غوره لیګ اتلولي ګټلي.

ټاکل شوې دا لوبې به د ۲۰۲۱ کال د مۍ د میاشتې تر ۳۰ نېټې روانې وي او فاینل یا وروستۍ لوبه به یې د احمد آباد په ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې وشي.

د کرکټ د نړۍ د مشهورو لوبغاړو تر څنګ درې افغان لوبغاړي هم سږ کال د هند د غوره لیګ په سیالیو کې برخه لري.

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان درې واړه د سنرایزر حیدر آباد په لوبډله کې دي.

همدارنګه د افغانستان ځوان تیز توپ اچونکی فضل حق فاروقي هم د سږ کال په سیالیو کې د چنای په لوبډله کې د "نیټ بالر" په توګه برخه لري چې پرون یې په تمریناتي لوبه کې هم برخه درلوده.

د هند غوره لیګ یا آی پي ایل په نړۍ کې د کلبونو په کچه او لوبغاړو ته د لوړ امتیاز ورکولو پر اساس تر ټولو مشهورې سیالۍ دي.

د دې لوبډلو مالکان سودګر، پانګوال او د هندي فلمونو ځينې مشهور لوبغاړي دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG