د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا کپ لومړنۍ لوبه له سريلنکا سره کوي


افغانستان دوه وارې له سرېلنکا سره مخامخ شوی او دواړه ځله یې لوبې بایللي دي.
افغانستان دوه وارې له سرېلنکا سره مخامخ شوی او دواړه ځله یې لوبې بایللي دي.

افغانستان د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۱۷) د اسیا کپ په سیالیو کې په خپلې لومړنۍ لوبې کې له ماتې خوړلې سرېلنکا سره مخامخ دی.

افغانستان په یوې ورځنیو لوبو کې په وروستي ځل له سرېلنکا سره په استرالیا کې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې مخامخ شوی و او لوبه یې پرې بایللې وه.

خو له هغه راهېسې د افغانستان او سرېلنکا په لوبډلو کې ډېر تغیرات راغلي دي. سرېلنکا اوس کمار سنګاکارا، مهیلا جایواردینه او دلشن غوندې غښتلي منډه جوړوونکي نلري.

هغه مهال افغانستان د حمید حسن، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ غوندې تیزبالران لرل، خو اوس دوی په دغو سیالیو کې نشته مګر افغانستان هم د راشد خان او مجیب الرحمن غوندې نوي توپ اچونکي موندلي چې په نړیواله کچه ستایل کیږي.

افغان کپټان اصغر افغان ویلي‌ دي چې دوی یوازې د اسیا کپ په سیالیو کې د ګډون لپاره نه دي راغلي، بلکې د ښولو لوبو د کولو لپاره راغلي دي.

سرېلنکا خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ( سپتمبر۱۵) پر بنګله دېش باندې په لوی توپیر سره وبایلله.

افغانستان چې له سرېلنکا سره مخامخ کیږي شک نشته چې له ډېر فشار سره به مخامخ وي. که افغانستان یې وبایلي له بنګله دېش سره یوه بله لوبه هم لري خو که سرېلنکا یې وبایلي له سیالیو به ووځي او افغانستان به دویم پړاو ته ولاړ شي.

افغانستان د اسیا کپ تر سیالیو مخکې په ایرلنډ کې له ایرلنډ څخه د ۲۰ او ۵۰ اورونو دوه سیریزونه وګټل، خو د افغانستان په اړه دا ویل کیږي چې بیټینګ یې د نورو مخالفو لوبډلو غوندې غښتلی نه دی. همدغه راز داسې کوم قوي تیز توپ‌اچونکی نلري چې مخالف ټیم ته دې لوی سرخوږی جوړ کړي.

د اسیا کپ په سیالیو کې هند، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سرېلنکا او هانک کانګ برخه لري. دا شپږ ټیمونه په دوو برخو وېشل شوي‌ او د هر ګروپ د سر دوه ټیمونه دویم پړاو او بیا پایلوبې ته ځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG