د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له فلسطیني کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کړې


د افغانستان د بهرنیو چار وزارت د فلسطین له بېځایه شویو کورنیو سره د یو میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ د «کب پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاده اندازه پیسې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني لخوا په ترکیه کې د فلسطین له بېځایه شوو کورنیو سره د ملګرو ملتونو بانکي حساب ته ورجمعه شوي دي.

ښاغلي‌ احمدي‌ زیاته کړه چې دغه نقدي مرسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېر کال د غوښتنې له‌مخې چې د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د فلسطین له بېځایه شوو کورنیو سره د مرستې په هدف یې کړې وه تر سره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د فلسطین د بېځایه شوو کورنیو سره د مرستې راټولولو په برخه کې د ملګرو ملتونو عمومي کمیسار پیري کروهنبهول د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پرمهال له یادې مرستې څخه مننه کړې ده.

دغه لیدنه د اسلامي‌ هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږ څلوېښتمې غونډې په څنډه کې تر سره شوې او ښاغلي‌کروهنبهول ویلي چې دغه اندازه پېسې به د فلسطین د بېځایه شویو کورنیو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي.

حماس ډله چې له کلونو راپدېخوا له اسرائلي ځواکونو سره مبارزه کوي څه موده مخکې د غزې تړانګه د یو کال لپاره د اسرائلي ځواکونو لخوا کلابنده شوې وه.

د حماس ډلې او اسرائلي ځواکونو تر منځ د روان کړکېچ له امله ګڼ شمېر فلسطیني کورنۍ له لومړنیو بشري مرستو څخه بې برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG