د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د افغانستان اقتصادي وده تر ۷.۴ سلنې ټیټېږي – راپور


نړیوال بانک وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له امله د فقر د کچې زیاتوالي او د عوایدو کموالي ته په پاملرنې په ۲۰۲۰ کې به د دغه هېواد اقتصادي وده له ۵.۵ څخه نیولې تر ۷.۴ سلنې پورې راټیټه شي.

له دې وړاندې نړیوال بانک ویلي وو چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۰ کې تر ۳.۳ سلنې لوړه شي.

دغه بانک په خپل تازه راپور کې چې د (توپان په وړاندې د ودرېدو) په نوم د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۵مه (چنګاښ ۲۵) خپور شوی د افغانستان پر اقتصادي ودې د کروناویروس اغېزې څېړلي دي.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د عوایدو د کموالي او د خوراکي موادو د بیو د لوړوالي له امله به په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د فقر تر کرښې لاندې د افغانانو شمیر له ۵۵ سلنې څخه ۷۲ سلنې ته لوړ شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي ویلي: " د کرونا وایرس د خپرېدلو له امله رامنځ ته شوي ناورین د افغانانو د ژوند پر شرایطو فوق العاده منفي اغېز کړی دی. له بلې خوا، د حکومت د عوايدو د کچې ټېټېدل د دې لامل شوی، چې اړوندې ادارې نه دې توانېدلې د خلکو د روغتيا ساتنې لپاره مالي سرچينې، د ټولنې بې وزله خلکو ته معیشت ترلاسه کولو پروګرامونه او په ټوله کې د هيواد د چټکې اقتصادي ودې له پاره پروګرامونه جوړ کړي".

د نړیوال بانک موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰ په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښارونو د قرنطین او د کروناویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره وقايوي تدابیرو اقتصادي فعالیتونه کم کړي او دې مسلې د صنعت او د خدماتو وړاندې کولو سکتورونو پر فعالیتونو بې‌سارې منفي اغېزې کړي دي.

دغه بانک همداشان ویلي چې د کرنیزو محصولاتو د تولید په کچې کې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال تر وچکالۍ وروسته زیاتوالی راغلی دی، خو د صنعتي تولیداتو او خدماتو ته د تقاضا کموالی، د سوداګرۍ د کسر له امله د عوايدو او د مالياتو د ټولولو کمېدل، د افغانستان پر مالي نظام فشار له حده زیات ډېر کړی دی.

نړیوال بانک په دې راپور کې ټینګار کړی چې افغان حکومت دې د رامنځته شوې ناورین د ناوړه اغېزو د له منځه وړلو لپاره د دولتي ادارو لګښتونه په محتاطانه ډول ډلبندي کړي ترڅو له زیانمنونکو برخو څخه د ملاتړ او په اوږدمهال کې د اقتصادي تاوانونو محدودېدو لامل شي.

په دې راپور کې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د دوامدارو مالي مرستو پر اړتیا ټینګار شوی، ترڅو دغه هېواد له دې لارې په کورني عوايدو کې رامنځ ته شوی کموالی جبران کړي او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره کافي مالي سرچینو ته لاسرسۍ ولري.

په افغانستان کې د دغه بانک مشر هینري کرالي ویلي: "د ناورین په اوسني وخت کې له زیانمن شویو کورنيو څخه د ملاتړ په موخه اړتیا ده چې چټګ او لنډمهاله ګامونه پورته شي. له بلې خوا، د تجارتي قوانینو او مقرراتو په تنظیم کې اسانتیاوې رامنځ ته کول او له عامه خدماتو څخه دوامداره او ثابت ملاتړ په اوږدمهال کې د وضعیت په ښه کېدو کې مهمه ونډه درلودلی شي".

ښاغلی کرالي زیاتوي چې د نړيوالې ټولنې او پراختيايي شریکانو دوامداره ملاتړ د افغانستان د حکومتي ادارو د فعالیتونو د پرمختګ او پراختيا لامل کېږي او ورسره د خصوصي سکټور د باور د بېرته ترلاسه کېدو زمینه برابرېږي.

نړیوال بانک د لنډمهالو پروګرامونو په تطبیق او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په سمولو کې افغانستان ته د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG