د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغانان وايي اقتصادي ستونزو یې اختر کم رنګه کړی


کابل کې خلک د اختر لمونځ کوي.
کابل کې خلک د اختر لمونځ کوي.

سږکال لوی اختر په داسې وخت کې په افغانستان کې نمانځل کیږي چې زیات شمېر خلک اقتصادي بحران اغېزمن کړي دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي‌ وايي، بیې لوړې شوې، خلک بې کاره دي، بې وزلي‌ ده او مرستو ته اړتیا لري.

محمد صابر د اختر د قربانۍ لپاره څاروي پلوري، خو د خلکو بد اقتصادي وضعیت یې کاروبار ورو کړی دی. هغه وايي، څاروي ورته قیمته تمامیږي، بیې لوړې دي او ډیر خلک یې د اخیستلو توان لري.

هغه زیاته کړه: "سږکال نه یوازې څاروي بلکې د هر شي ګران دي او بیې لوړې شوې دي. آن د یوې کورنۍ لپاره د ورځې ۵۰۰ افغانۍ کافي نه دي، خلک ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ پیدا کولای نشي. ډیر خلک بې کاره دي، بې وزلي ډېره ده او زیاتو مرستو ته اړتیا ده."

د څارویو نور پلورونکي وايي، د خلکو اقتصاد ته په کتو، مجبور دي چې خپل څاروي په ډیره کمه بیه وپلوري او د توان مخنیوی وکړي.

د څارویو پلورونکی محب الله وايي، ۱۰ کسیزه کورنۍ لري او دی یې د ډوډۍ پیدا کولو یوازینی شخص دی. هغه زیاتوي:"که څاروی په کمه بیه وپلورم راته تاوان کوي.‌ او که وکولای شم په مناسبه بیه یې وپلورم موږ به ډوډۍ واخلو او که بیې ټیټې شي موږ به خپله ډوډۍ له لاسه ورکړو."

زیات شمېر خلک د لوړو بیو له کبله د اختر د قربانۍ لپاره څاروي نه شي اخیستلای. نور بیا د کار روزګار نشتوالی یادوي چې د دوی اختر یې کم رنګه کړی دی.

پروین ارام چې پخوا ښوونکې وه، وايي: "موږ اختر د پخوا په څیر لمانځو کوم بدلون پکې نه دی راغلی. یوازې دا چې بې کاري زیاته شوې ده، خلک پیسې نه لري او اقتصادي وضعیت بدتر شوی دی."

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د اټکل له مخې، په افغانستان کې د ۱۵ میلیونو څخه زیات افغانان د خوړو له جدي کمښت او ۲.۸ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG