د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د لوی اختر لمانځل پیل شو


د نړۍ د نورو یو شمیر اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د چهارشنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اووم) د لوی اختر لمانځل پیل شو.

په زرګونو لمونځ کوونکو په کابل او ولایتونو کې د چهارشنبې د ورځې په سهار په جوماتونو کې د اختر لمونځونه ادا کړل.

په کابل کې د ښار د جوماتونو شاوخوا ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و او د ښار په واټونو کې هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو موټر د تګ راتګ پر مهال تالاشي کول.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د ارګ په جومات کې د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته خپله وینا کې وویل، چې بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي او داسې ګنګوسې خپروي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي.

هغه اقتصادي ستونزې د تیرو شلو کلنو د وضعیت او په ځانګړي ډول د دوامدارې وچکالي له امله وبللې او ویې ویل، چې د طالبانو حکومت د شتو اقتصادي ستونزو د هوارولو هڅه کوي.

ملا برادر وویل: "اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو له منځه وړلو لپاره په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده، ډېرو هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او هېوادوالو ته زېری ورکوم چې له اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې اساسي رغنيزې چارې هم پیل شي".

د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان په ځینو سیمو کې د بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبر هم ورکړل شوی دی. د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویلي، چې په پکتيکا، لوګر، پروان، ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله پنځه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي په سیلابونو کې د تلفاتو شمیر کې بدلون راشي.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په ۱۵ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG