د لاس رسي وړ اتصالات

ایروستات: په ٢٠١٦ کې څه دپاسه ۱۸۰ زره افغانانو په اروپا کې پناه غوښتنې


جرمني د پناه غوښتنې د ٦٠ فیصدو درخواستونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې دی
جرمني د پناه غوښتنې د ٦٠ فیصدو درخواستونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې دی

د اروپایي ټولنې د احصایې اداره وایي چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې ١٨٠ زره افغانانو په اورپا کې د پناه اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د اروپایي ټولنې د احصایې اداره یا ایروستات وایي چې تیر کال څه دپاسه یو میلیون او ٢٠٠ زرو تنو ددې اتحادیې په هیوادونو کې د پناه اخیستلو پاڼې ډکې کړې دي.

د اروپایي ټولنې مقاماتو د پنجشنبې په ورځ ددغو شمیرو د خپرولو پر وخت وویل چې د هغو کسانو څه دپاسه نیمایي چې اروپا ته یې پناه وړې ده، د سوریې، افغانستان او عراق اوسیدونکي دي.

تیر کال د سوریې ۳۳۵ زره وگړي، ۱۸۳ زره افغانان او ۱۲۷ زره عراقیان د اروپایي اتحادیې په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنې پاڼې ډکې کړې دي.

ایروستات رپوټ ورکړی دی چې تیر کال د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې د پناه غوښتنې نوي درخواستونه د ٢٠١۴ کال په پرتله دوه برابره شوي دي.

د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې شمیرې ښیي چې په ٢٠١۴ کال کې ددې اتحادیې غړو هیوادونو د پناه اخیستنې ٥٦٢ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي وو.

ایروستات رپوټ ورکړی دی چې جرمني د ٦٠ فیصدو درخواستونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې دی او ایټالیا د پناه غوښتنې د ١٠ فیصدو پاڼو په ترلاسه کولو سره دوهم ځای کې واقع شوې ده.

که څه هم چې د اروپا د شمال هیوادونه د پناه غوښتونکو لپاره جذاب گڼل شوي، خو د ایروستات د شمیرو له مخې په سویډن، فنلند او ډنمارک کې د پناه اخیستلو نوي غوښتنلیکونه راکم شوي دي.

د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې همداشان ویلي دي چې د تیر کال په پای کې د پناه اخیستلو شاوخوا یو میلیون درخواستونه د اروپایي اتحادیې د هیوادونو د مربوطه ادارو تر کار لاندې نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG