د لاس رسي وړ اتصالات

د صادراتو د پراختیا اداره : تیرو ټاکنو صادرات کم کړي وو


 د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداره وایي چې چې که څه هم د کرهڼیزو محصولاتو صادرات ښه وو خو د مرمرو د ډبرو صارات ښه نه وو
د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداره وایي چې چې که څه هم د کرهڼیزو محصولاتو صادرات ښه وو خو د مرمرو د ډبرو صارات ښه نه وو

د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د صادراتو د پالیسې له مخې وایي چې په هرو پنخه کلونو کې هرکال د کورنیو تولیداتو کچه پنځلس فیصده لوړه شي.

د دغې ادارې رئیسه میرمن نجلا حبیب یار وایي چې په ۱۳۹۲ کال کې د صادراتو کچه پنځوس فیصده لوړه شوې وه خو په ۱۳۹۳ کال کې د ټاکنو د بهیر د اوږدیدلو له امله دا اندازه د دیرش او پنځه دیرش فیصدو ته راکمه شوې ده.

د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادارې مشره وایي ډیر ژر به په دې هکله بشپړ راپور خپور کړي.

میرمن حبیب یار وویل " د تیرکال کومې شمیرنې چې مونږ لرلې په تیرکال کې صادرات تقریبآ درې سوه څلور اویا میلونه امریکایي ډالره وو ".

میرمن حبیب یار په صاراتو کې د کمئ علت په افغانستان کې اوږدې ټاکنې یادې کړې وې ویل چې که څه هم د کرهڼیزو محصولاتو صادرات ښه وو خو د مرمرو د ډبرې صارات ښه نه وو .

میرمن حبیب یار نن په کابل کې د افغانستان د تولیداتو د صادراتو د پراختیا لپاره د دوه افغان مالي موسسو سره د تړونونو د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغان حکومت هڅه کوي تر بل کاله بهر ته افغان تولیداتو د صادراتو کچه پنځوس فیصدو ته لوړه کړي.

میرمن حبیب یار د افغانستان په ځای له پاکستان نه بهر ته د افغان قالینو د صادرولو په باب وویل چې د دې کار لوی علت د افغانستان نه بهر ته د توکو د استولو د کرایې لوړوالی دی.

میرمن حبیب یار هیله وښوده چې د ډي ایچ ایل په نوم د یو ترانسپورټي نړیوال شرکت سره د موافقې وروسته به د افغانستان له لارې بهر ته د افغان قالینو صادراتو کې زیاتوالی راشي.

میرمن حبیب یار وویل "مونږ څو ورځې وروسته یو پروګرام لرو چې د یو ترانسپورټي شرکت سره چې ډي ایچ ایل دی یوه موافقه لاسلیک کړو چې د صادراتو د پراختیا د ادارې له لارې افغان صادرونکو ته هغوی تقریبآ پنځه څلویښت فیصده تخفیف ورکوي".

د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداره وایي چې د افغانستان نه بهر ته افغان توکو د صادراتو په برخه کې یوه بله ستونزه په افغانستان کې د بانکونو له خوا صادرونکو ته د پور د ورکولو د امکاناتو کموالی دی.

د دغې ادارې چارواکي هیله لري چې د افغانستان د نړیوال بانک (AIB) او د افغانستان د کلو د مالي شرکت (ARFC) سره نن د دغې ادارې سره لاسلیک شوي تړونونه به صادرونکو سره کورنیو توکو په صادراتو کې مرسته وکړی شي.

ددغه تړونونو له مخې د افغانستان د نړیوال بانک (AIB) به صادرونکو ته تر اوه ملیلونو ډالرو پورې په آسانه شرایطو پور برابر کړي. همداشان د افغانستان د کلو د مالي موسسه (ARFC) چې د ۲۰۰۷ کال را په دیخوا په افغانستان کې فعالیت کوي په کلیوالو سیمو کې تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره تولیدونکو موسسو او تولیدونکو ته پورنه برابر کړي.

دغې مالي موسسې په تیرو اوو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د کلیوالو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره د بیلابیلو ادارو سره تر اتیا میلونو امریکایي ډالرو کار کړی دی.

د دغې موسسې یو چارواکی حشمت چې په نننۍ غونډه کې حاضر وه وویل چې د افغانستان د کلو مالي موسسه د اسلامي بانکدارۍ له مخې خپل مالي پروګرامونه پرمخ بیایي.

ښاغلي حشمت وویل " د ای ار ایف سي هدف په عمومي ډول د اقتصاد وده او د کار امکانات برابرول دي او ټول پانګوال او سوداګر چې وغواړي په افغانستان کې د کار کولو امکانات برابر کړي او یا هغه توکې چې په افغانستان کې تولیدیږي په ښه توګه پروسس کړي او په یو سټنډرډ یې بهر ته صادر کړي ورسره همکاري کوي ".

د افغانستان د صادراتو د پراختیا اداره وایي چې افغانستان نړیوال بانک دې ته چمتو شوی چې په آسانه او لږه ګټه افغان صادرونکو ته پورونه برابر کړي.

XS
SM
MD
LG