د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په فساد او بې کفایتۍ تورنوي


د بهرنیو چارو وزارت لا د اصلاحاتو د کمیسیون د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي
د بهرنیو چارو وزارت لا د اصلاحاتو د کمیسیون د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي

ولسمشر غني وايي باندنیو چارو وزارت کې "خويش خوري" ختموي، خو د اداري اصلاحاتو کمیسیون وايي دغه وزارت ورسره همکاري نکوي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له اعلان یوه ورځ وروسته د ادارې اصلاحاتو کمیسیون وایي چې د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته او همکاري نکوي.

د دغه کمیسیون په اعلامیې کې ځینې مشخصې برخې په ګوته شوې چې باید اصلاح شي.

اعلامیه وایي "غیر متناسبه او غیر مسلکي ګومارنې، استخدامي پړسوب «تورم»، د دندو په ټاکلو کې سیاسي او د خپلوۍ اړیکې... د سفارتونو او کنسلګریو پروژو په برخه کې فساد او ناغېړي، د وزارت د بودیجې د لګولو په برخه کې د پلاني لرلید نشتوالی... د بهرنیو چارو په وزارت کې له کمزورو برخو څخه دي."

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو ډیپلوماتانو د تېښتې مخه نه ده نیولې. په یو شمېر هېوادونو کې افغان ډپلوماتان د ماموریت له ختمېدو وروسته په کوربه او یا نورو هېوادونو کې پناه غواړي.

دا لومړی ځل دی چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسیون پر یو وزارت داسې څرګنده نیوکه کوي. تېره ورځ ولسمشر غني د دغه وزارت د چارو په اړه ناخوښي وښوده او وویل چې اصلاحات به په کې راولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د ولسمشر غني د خبرو په اساس په خپل فیسبوک کې ولیکل "په وزارت کې خوېش خورۍ او واسطه بازۍ ته د پای ټکی ږدو."

د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له اعلامیي یوه ورځ وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه کمیسیون ادعاوې رد کړې او ویلي دي چې د ولسمشر غني له لارښونو سره سم په دغه وزارت کې ځينې اصلاحات راوستل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د کمسیون " ادعاوې بې اساسه او غیر قانوني" بلل شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی دی چې د جمعیت اسلامي د ګوند مشر هم دی. نوموړی په را رونو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ننګه کوي. د افغانستان ولسي جرګې په ۲۰۱۶م کې ښاغلی رباني استیضاح او سلب صلاحیت کړ، خو دی لا هم د سرپرست وزیر په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG