د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتنو انجونو د ښوونځي کړکیچ – ۸۰ سلنه بې تعلیمه پاتیږي


په ارزګان ولایت کې ۹۸ سلنه انجونې ښوونځي ته نشي تلای – دغه شمیره په نړیواله کچه لوړه ده.

د رسمي شمیرو له مخې، په ټول افغانستان کې څه باندې ۳.۷ میلیون ماشومان له تعلیم بې برخې دي او پدوی کې ۲.۲ میلیون انجونې دي. د افغانستان په جګړه ځپلو سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې څه باندې ۸۰ سلنه انجونې ښوونځي ته نشي تلای. د بیلګې په ډول، په ارزګان ولایت کې ۹۸ سلنه انجونې ښوونځي ته نشي تلای. دغه شمیره په نړیواله کچه لوړه ده. په پکتیا، پکتیکا، وردګ، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې هم ښوونځي ته د انجونو د نه تګ منځنۍ شمیره ۸۰ سلنه ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (یونیسف) په یوه تازه راپور کې ویلي چې جګړه، فقر، ټولنیز خنډونه او جنسیتي توپیرونه د انجونو د تعلیم مخه نیسي. یونیسف وايي په ارزګان کې، د جګړې له امله، ۷۸ سلنه هلکان هم ښوونځي ته نشي تلای.

د ښوونځيو او ښځینه ښوونکو نشتون یا کموالی هم دوې نورې سترې ستونزې بلل کیږي. د ښوونې د وزارت د شمیرو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۱۸۰۰۰ ښوونکي (۲۰۳۰۰۰ په دولتي ښوونځیو کې) شته چې ۳۷ سلنه یې ښځې دي، خو د ښځينه ښوونکو ویش په ۳۴ ولایتونو کې ډیر انډول دی.

په افغانستان کې د یونیسف مشرې اندریه برتر امریکاغږ ته وویل "که پدغو سیمو کې انجونې همدغسې د تعلیم له حق نه بې برخې پاتې شي، د افغانستان ټول ولایتونه به د انجونو د تعلیم له ګټو بې برخې شي – لکه د راتلونکو ماشومانو روغتیا، د راتلونکي نسل تعلیم، او د یوې سوله ایزې او ښیې ټولنې جوړیدل."

افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو لپاره تر ټولو بد هیواد ګڼل کیږي، او د انجونو د تعلیم کړکیچ د هغو راتلونکی هم ګواښوي.

افغان چارواکي وايي د نړیوالو سازمانونو په مرسته د انجونو د تعلیم لپاره زیار باسي. دوې وايي د هیواد په کچه د ښوونې په برخه کې، د تیرو ۱۶ کلونو راهیسې، ستر پرمختګونه شوي دي او دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیون زده کوونکي شته چې ۳۴ سلنه یې انجونې دي. خو د یونیسف راپور د ترلاسه شوي پرمختګ ستره تشه – ناانډولتوب – جوتوي.

یونیسف دغه راز وايي چې په ملي کچه پښتانه، د درې ژپو په پرتله، په افغانستان کې رسمي تعلیم ته ۱۰ سلنه کم لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG