د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې سلګونه زره خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخي شوي


ملګري ملتونه وايي ارزګان کېشاوخوا ۴۲۰زره خلک له صحي خدمتونو بې برخې شوي دي
ملګري ملتونه وايي ارزګان کېشاوخوا ۴۲۰زره خلک له صحي خدمتونو بې برخې شوي دي

په ارزګان کې له څه مودې راهېسې ۴۰ کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو دا صحي مرکزونه تړلي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ اداره وايي چې د دغو کلینیکونو د تړل کېدو له کبله شاوخوا ۴۲۰زره خلک له صحي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وايي وسله وال طالبان غواړي چې د هغوې تر ولکې لاندې درې سیمو کې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړل شي، نو بیا به تړل شوي کلینیکونو ته د کار اجازه ورکړي.

ددې وزارت د ولایتونو د صحت عامو د برخې مسول ولي عزیز امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا ستونزه د افغانستان د ملي امنیت شورا ته رسول شوې او اوس یې هغوې په حل کولو غور کوي.

له ولي عزیز سره د جعفر هاند پوره مرکه دلته واروئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:21 0:00

XS
SM
MD
LG