د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: د استرالیا پخوانی لوبغاړی د افغانستان د توپ اچونې روزونکی شو 


شان ټایټ
شان ټایټ

د استرالیا د کرکټ‌ د ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکی شان ویلیم ټایټ د افغانستان د توپ اچونې د برخې روزونکی ګمارل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر حامد شینواري امریکا غږ ته وویل چې د شان ټایټ په راتګ سره به د افغان کرکټ د تېزې توپ اچونې د ستونزې په حل کول کې مرسته کوي.

هغه وویل: «افغانستان په تېزې توپ اچونې کې ستونزه لري، ځکه مو شان ټایټ وګماره چې په دې برخه کې مرسته وکړي. موږ د تېزې توپ اچونې د ستونزې د حل لپاره یو لړ نور پروګرامونه هم لرو، چې د شان ټایټ ګمارل یې یوه برخه ده.»

شان ټایټ د استرالیا د کرکت د ملي لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی دی چې د خپل وخت ډېر تېز او بریالی توپ اچوونکی بلل کېده چې د بال سرعت یې په یو ساعت کې ۱۶۰ کیلو مېتر و.

اعلامیه وايي چې شان ټایټ په اسټرالیا سربېره د هند غوره لیګ(IPL) کې له راجستان رایلز، د بنګله دیش په غوره لیګ کې له چیټاګانګ کینګز او ګڼو نورو لوبډلو سره یې لوبې ترسره کړې ده.

نوموړي د یوې ورځنیو لوبو د ۲۰۰۷ په نړیوال جام کې د خپل هېواد لپاره ۲۳ویکټې ترلاسه کړې.

کرکټ بورډ وايي چې له هغه سره د کال تر پای بورې قراراد کړی دی او د کال په اخر کې به یې د کار اغیز ته په کتو د قرارداد د غځولو او نه غځولو په اړه پرېکړه کیږي.

XS
SM
MD
LG