د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان سره د کرکټ‌ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل


د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د یوې پخوانۍ لوبې تصویر
د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د یوې پخوانۍ لوبې تصویر

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره دریو یوې ورځنیو سیالیو ته د ۱۷ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه لست کې لکه د صدیق اتل په څېر ځينې داسې لوبغاړي‌ هم شته چې تر دې مخکې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبېدلي نه دي او په لومړي ځل دا چانس ترلاسه کوي.

د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي دی او مرستیال یې رحمت شاه زرمتی دی. د لوبډلې دوه مخکني کپتانان اصغر افغان او ګلبدین نایب په لوبډله کې نشته.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبې به د سپتمبر په میاشت کې کیږي، افغانستان د دغو لوبو کوربه دی او تر دې دمه لا مشخص نه دی چې دا لوبه به چېرې کیږي، خو اټکل دی چې شاید په سري لانکا کې وشي.

د پاکستان خلاف لوبو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملر
د پاکستان خلاف لوبو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملر

د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو د برخې مسئول حکمت حسن د اعلان شویو لوبغاړو په اړه وویل: «څرنګه چې مونږ په منځمهال کې د ۲۰۲۳ نړيوال جام لپاره د يوې غوره لوبډلې جوړول هم په پلان کې لرو نو له همدا اوسه مو په ځينو لوبغاړو کار پيل کړی تر څو يې هغه وخت ته تيار کړو. دغه سکواډ د څو هفتو تحليل او تجزيې، بحثونو او د يو- يو لوبغاړي د ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابر شوی چې مونږ مطمين يو د پاکستان پر وړاندې به ښه کارکردګي ترسره کوي او زمونږ د هيوادوالو په شونډو به خندا راولي.»

له پاکستان سره د افغانستان لوبې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو لوبو لپاره د مستقیم ورتګ لوبې دي چې هر بری یې ۱۰ نومرې لري. پاکستان همدا څو ورځې مخکې په انګلنډ باندې خپلې درې واړه لوبې وبایللې.

افغانستان تر دې دمه درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG